د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: تښتول شوي څلور کسان خوشې شول


دا ټول اته کسان وو چې يو پکې څو اوونۍ مخکې مړ شو او درې کسان تېره مياشت او څلور د اکتوبر پر ۲۲مه خوشې شول.
دا ټول اته کسان وو چې يو پکې څو اوونۍ مخکې مړ شو او درې کسان تېره مياشت او څلور د اکتوبر پر ۲۲مه خوشې شول.

د شمالي وزيرستان چارواکي وايي، هغه څلور کسان یې له وسله والو خوشې کړي چې د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ کې وسله والو تښتولي وو.

د شمالي وزيرستان مرستيال کمېشنر شاهد علي خان د اکتوبر پر ۲۲مه ناوخته مشال رېډيو ته وويل چې د دوی او اتمانزو جرګې په هلو ځلو دغه کسان هم د اکتوبر پر ۲۲مه خوشې شول.

نوموړی دا هم وويل چې په سيمه کې د دوی د عملياتو او له مختلفو قامونو سره د جرګو په نتيجه کې دغه کسان خوشې شوي. دی وايي، په دې ترڅ کې د اتمانزو جرګه افغانستان ته هم تللې وه.

له شمالي وزیرستانه شپږ کسان د فېبرورۍ پر ۲۱مه نېټه تښتول شوي وو، دغه راز دوه کسان چې د تښتولو نېټه يې نه ده معلومه بيا له جنوبي وزيرستانه تښتول شوي ول.

دا ټول اته کسان وو چې يو پکې څو اوونۍ مخکې مړ شو او درې کسان تېره مياشت خوشې شوي وو او پاتې څلور یې د اکتوبر پر ۲۲مه راخلاص شول.

په تازه خوشې شویو کې انجينر همایون داوړ او اېډوکېټ عتیق الله داوړ هم شامل دي. د دواړو کورنیو له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال د هغوی د خپلوانو په خوشې کېدو خوښي ښکاره کړه. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې کسانو د تښتولو ‌ذمه واري نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG