د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې په هدفي برید کې یو کس وژل شوی دی


په شمالي وزیرستان کې خلکو د ناامنیو او هدفي بریدونو پر ضد څو ځلې مظاهرې کړي - د ۲۰۱۸ز کال د احتجاج انځور.
په شمالي وزیرستان کې خلکو د ناامنیو او هدفي بریدونو پر ضد څو ځلې مظاهرې کړي - د ۲۰۱۸ز کال د احتجاج انځور.

پولیس وايي، په شمالي وزیرستان کې د وسله والو په برید کې یو کس وژل شوی دی.

د میرلي د تاڼې یوه چارواکي د جون پر ۱۶مه د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، د نهې یا سېشنبې پر ورځ پر موټرسایکل سپرو وسله والو په میرلي څلورلاره کې د سپینوام اوسېدونکی سید نواز وویشت او وتښتېدل.

له دې سره سږ کال په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو شمېر ۲۶ ته ورسېد. تر دې مخکې د مې پر ۲۸مه د میرلي په اېپي او بړوخېلو کې په جلا جلا بریدونو کې دوه کسان وژل شوي ول.

په ۲۰۲۰ز کال کې په سیمه کې ۴۶ بریدونه شوي ول.

په شمالي وزیرستان کې له څه د پاسه درو کلونو راهیسې هدفي بریدونه زیات شوي دي او د سیمې اوسېدنکي وايي، پوره اووه کاله اګاهو تر ضرب عضب عملیاتو وروسته د ناامنیو زیاتېدو اندېښمن کړي دي.

په سیمه کې د هدفي بریدونو پر ضد په بیا بیا احتجاجونه هم شوي دي.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد د ضرب عضب په نامه عملیات کړي ول او دا سیمه یې له وسله والو پاکه ګرځولې وه.

د هغو عملیاتو له کبله تر یو میلیون زیات خلک بې کوره شوي ول چې زیاتره یې د خیبر پښتونخوا نورو سیمو او د افغانستان خوست ته کډه شوي ول.

د پاکستان پوځ او حکومت په وار وار ویلي چې په هغو عملیاتو کې یې د وسله والو ملا ماته کړې او اوسمهال هم وخت په وخت د وسله والو پر ضد د لټون عملیات کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG