د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي واشنګټن کې له بایډن سره ګوري


وولودیمیر زېلېنسکي په بخموت کې له اوکراینیو سرتېرو سره ګوري - د ډېسېمبر ۲۰مې انځور.
وولودیمیر زېلېنسکي په بخموت کې له اوکراینیو سرتېرو سره ګوري - د ډېسېمبر ۲۰مې انځور.

ټاکل شوې چې د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي په واشنګټن کې له خپل امریکايي سیال جو بایډن سره وګوري.

دا سږ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې د زېلېنسکي له هېواده بهر لومړنی سفر دی او تمه ده چې نوموړی د ډېسېمبر پر ۲۱مه واشنګټن ته ورسي.

په همدې حال کې کانګرس تیاری کوی چې پر یوې داسې مالي قانوني مسودې رایه اچونه وکړي چې پکې د اوکراین لپاره د ۴۰ اربه (مېلیارده) ډالرو اضافي پوځي مرستې شاملې دي.

د امریکايي ولسمشر دفتر په بیان کې ویلي دي چې بایډن واشنګټن ته د زېلېنسکي د سفر پر مهال د "پوځي مرستو پام وړ پیکېج" اعلانوي چې په مټ یې اوکراین د روسیې یرغل پر وړاندې خپلې دفاع ته دوام ورکړای شي.

د بیان له مخې زېلېنسکي به د امریکايي کانګرس ګډې غونډې ته هم وینا وکړي چې پکې به له اوکراین سره د امریکا د ډېموکراټ او رېپبلېکن ګوندونو پر قوي ملاتړ ټینګار وکړي.

د امریکا یو لوړپوړي حکومتي چارواکي د ډېسېمبر پر ۲۰مه رسنیو ته په ټېلېفوني خبرو کې ویلي دي چې ټاکل شوې بایډن د اوکراین لپاره د ۱.۸ اربه ډالرو هغه پوځي مرستې اعلان کړي چې وار له مخه منظورې شوې دي او پکې په لومړي ځل "پیټریاټېک توغندي" او د اوکراینیو جنګي الوتکو لپاره "کره نښه ویشتونکي بمونه" هم شامل دي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG