د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو د څار سازمان: روسي ځواکونو په خرسون کې تاريخي اثار لوټ کړي


په خرسون کې په جګړه کې ورانه شوې مجسمه - انځور له ارشيفه
په خرسون کې په جګړه کې ورانه شوې مجسمه - انځور له ارشيفه

د بشري حقونو د څار سازمان وايي روسي ځواکونو د اوکراین له خرسونه ښاره د وتلو په وخت تاريخي اثار د ځان سره وړي دي.‌

دې سازمان زیاته کړي چې روسي پوځيانو د خرسون ښار له ۸ میاشتنۍ ولکې وروسته د وتلو پر مهال د دوو موزیمونو، یوې کلیسا او د ملي ارشیف زرګونه تاریخي او هنري اثار لوټ کړي دي.

د هیومن رایټس واچ یوې مسوولې بلقیس ویلې د ديسمپر پر شلمه، تور پورې کړ چې روسي ځواکونو د خرسون د اشغال په وروستیو ورځو کې له دې ځایونو څخه تاریخي انځورونه، سره زر، سپین زر، یوناني لرغوني اثار، مذهبي تصاویر او تاریخي توکي په ټرکونو کې بار کړل او هغو سیمو ته یې ولېږدول چې د روسیې تر ولکې لاندې دي.

د بشري حقونو د څار د سازمان په وینا روسي سرتېرو د اوکراین په جنوب کې د لږ تر لږه پنځو فرهنګي موسسو هنري او تاریخي اثار لوټلي دي چې جنګي جنایت بلل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG