د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې عليشېرزي وايي تری تم کس بايد ژر تر ژره وموندل شي


د سېپټېمبر پر ۱۱مه د کورمې په ګنداو سیمه کې په وسله وال برید کې دوه سرتېري ژوبل شوي ول.
د سېپټېمبر پر ۱۱مه د کورمې په ګنداو سیمه کې په وسله وال برید کې دوه سرتېري ژوبل شوي ول.

د کورمې د عليشېرزیو قومي اتحاد دړکه کړې چې که حکومت د حقنواز په نوم د شمخي کلي يو تری تم کس ژر تر ژر و نه موند، نو دوی به احتجاج پیل کړي.

د اتحاديې يو مشر زاهد شاه د سېپټېمبر پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې هغه کس يوه ورځ مخکې په سده کې له کوره بیول شوی دی.

نوموړي زياته کړه چې له سيمې د خلکو د تښتولو او وروسته يې د مړو موندل کېدو پر پېښو نور چوپه خوله نه پاتې کېږي.

د ۵۰ کلن لادرکه حقنواز د تره زوی ایران ګل مشال راډیو ته ويلي، نوموړی د سېپټېمبر پر ۲۸مه په یو کار پسې مرغې چینې ته تللی وو او مازیګر چې په سدې کې کور ته ستون شو نو یوشمېر خلک ورپسې ورغلل او هغه یې له ځانه سره یووړ.

ایران ګل زیاته کړه، پر هم هاغه ورځ ماښام ورته طالبانو ټېلېفون وکړ او د حقنواز د وژلو او په يوه ځای کې یې د مړي غورځولو خبر ورکړ.

مشال راډيو په خپلواکه توګه تصديق نه شي کولی چې ګواکې حقنواز طالبانو وژلی دی، او نه هم کومې وسله والې ډلې د هغه د تښتولو او وروسته يې د وژلو ذمه واري منلې ده.

د کوزې کورمې د پولیسو مشر ظریف خان هم مشال راډیو ته وویل چې تر تښتولو ووروسته د حقنواز د وژنې تصديق نه شي کولی. نوموړي وویل، پوليس په ګواکي نومې سيمه کې د حقنواز په مړي پسې ګرځېدلي، خو په لاس نه دی ورغلی.

پوليس وايي، د دوی پلټنې روانې دي چې هغه ځای معلوم کړي چې ټېلېفون ورڅخه شوی دی.

په وروستيو کې د کورمې په ځينو سيمو کې د مشکوکو وسله والو تر ليدل کېدو وروسته د سيمې خلک د خپل امنيت له پلوه اندېښمن شوي دي.

د سېپټمبر پر ۱۳مه په خرلڅیو کې د وسله والو په يوه بريد او نښته کې درې امنيتي سرتېري وژل شوي ول. تر هغه پېښې دوه ورځې مخکې د کورمې په ګنداو سيمه کې هم د وسله والو په حمله کې دوه امنيتي سرتېري ټپيان شوي ول.

تر هغو پېښو وروسته د صدې خلکو د سېپټمبر پر ۱۸مه احتجاجي لاريون وکړ او د خپلې سيمې د امنيت لپاره يې غږ پورته کړ.

بلخوا د خیبر پښتونخوا حکومت په وروستیو کې په بیا بیا ویلي چې د صوبې امنيت ته ژمن دی او په هېڅ صورت به وسله وال فعاليتونه و نه زغمي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG