د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لکي مروت د ځینو کلیو خلک د ناامنیو له ویرې د شپې له کوره نه وځي


د سیمې اوسېدونکي وايي، ناامنیو اندېښمن کړي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، ناامنیو اندېښمن کړي دي.

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت ضلع کې د ناامنیو پېښو زیاتېدو ځايي خلک اندېښمن کړې دي.

د هغه ښار اوسېدونکي وايي چې د سږنۍ روژې میاشتې په لومړیو ۱۰ ورځو کې د یوې ښځې په ګډون اته کسان د تشدد په پېښو او خپل مینځي تربګنیو کې وژل شوي دي.

د دوی په خبره، اوس په یوشمېر کلیو کې خلک له ویرې د شپې له کورونو بهر نه وځي.

د لکي مروت بازار یو دوکاندار ملک وقار د اپرېل پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې سیمه له "بدترینې ناامنۍ" سره مخامخ ده او یوازې په ۲۰۲۱ز کال کې د تشدد په پېښو او تربګنیو کې شاوخوا ۳۰۰ کسانو خپل ژوند بایللی دی.

نوموړی وايي چې د ناامنۍ له کبله ځینو کسانو خپل کاروبارونه هم خوندي سیمو ته منتقل کړي دي. ملک وقار وړاندې وویل چې دښمنیو، هوايي ډزو او په عمومي توګه، د بدامنیو نورو پېښو خلک له "ویرې او بې یقینۍ" سره مخامخ کړي دي او په سیمه کې وضع ښه نه ده.


د لکي مروت یو مقامي خبریال شاکر بېټنی وايي چې هلته د وسله والو پر هلو ځلو برسېره، د خلکو خپلمینځي تربګنۍ او ناموسي وژنې هم ډېرې شوې دي خو د انتظامیې او مقامي مشرانو له خوا یې د هوارۍ لپاره اړینې هڅې نه تر سترګو کېږي.

نوموړی دا هم وايي چې سیمه پراخه ده خو د پولیسو او امنیتي سرتېرو شمېر هومره نه دی چې په هر ځای کې امن وساتي.

د بېټني په وینا، څو ورځې مخکې ان په عدالت کې وسله والو یو تن وویشت نو له دې "معلومېږي چې عدالتونه هم خوندي نه دي."

پښتون ژغورنې غورځنګ جانیخېلو کې د امنیت غوښتنې لپاره لاریون کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:57 0:00

بل خوا پولیس چارواکي وايي چې د امنیت پر ځای کولو لپاره یې ځای په ځای عملیات پیل کړي دي او د هغه خلکو مخه نیسي چې د قانون سرغړونه کوي.

د لکي مروت د پولیسو یو مشر اقبال مومند وايي، د ځمکو په سر د جګړو د هوارولو لپاره یې د جرګو لړۍ هم پیل کړې ده او هڅه کوي چې ستونزې پر ولسي کچه هوارې کړي.

نوموړي وویل، په لکي مروت ضلع کې هر طرف ته پولیس ځای پر ځای شوي او هغوی خپلې ذمه وارۍ پر مخ وړي خو د هغه په وینا، ولس ته هم په کار دي چې په خپلو کشرانو او اولادونو پام وکړي او د قانون له سرغړونو یې وګرځوي.

XS
SM
MD
LG