د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې ځینې روغتیاپالان په کورونا وایرس اخته شوي


روغتیاپالان د مساپرو د بدن تودوښه معلوموي
روغتیاپالان د مساپرو د بدن تودوښه معلوموي

د خېبر پښتونخوا د ډاکټرانو او نرسانو اتحاديې وايي، يو شمېر ملګري يې د کورونا په ناروغۍ اخته دي.

د صوبې ډاکټرانو د اتحاديې مشر عبدالواحد وايي، د کورونا وايرس له کبله ۱۰ورځې مخکې په ګلګت کې ډاکټر اسامه مړ شو او لسګونه نور په دغه وايرس اخته دي چې پکې د ايوب مېډيکل کمپلېکس يو مشر ډاکټر جهانګير سخت ناروغه دی او د اسلام اباد د پېمز روغتون په انتهايي نګهداشت څانګه کې تر درملنې لاندې دی.

نوموړي د اپرېل په څلورمه مشال راډیو ته وويل چې دغه ډاکټران ځکه په کورونا اخته شول چې له دوی سره اېن-۹۵ ماسکونه، ځانګړې دستانې، عینکې، جامې او نورې اسانتياوې نه وې:

"زموږ دلته په ښه روغتونونو کې اېن-۹۵ ماسکونه نشته. دغه پرېږده چې عام ماسکونه هم نشته او بهر په دوکانونو کې هم نه ملاوېږي. بلخوا د صحت وزير ویلي چې د ۱۰ يا ۱۵ اپرېل پورې به دغه اسانتياوې دوی ته پوره کړل شي خو تر دې دمه هېڅ نشته او ډاکټران له ډېرې وېرې سره مخامخ دي".

ډاکټر واحد اندېښنه څرګنده کړه چې د پاکستان ۲۲ کروړه ابادۍ لپاره له وړاندې ډاکټران خورا کم دي نو که اوس يې حکومت د کورونا خلاف د خونديتوب لپاره بندوبست ونکړي نو لوی زیان پېښېدای شي.

بلخوا بيا د خېبر پښتونخوا د ځوانو نرسانو د اتحايې عمومي سېکرټر فضل مولا وايي، د ډاکټرانو پرتله نرسانې د کورونا وایرس وبا ته ډېرې مخامخ دي ځکه چې د ناروغ زيات خدمت دوی کوي.

نوموړی وايي تر دې دمه په خېبر پښتونخوا کې پېنځه نرسانې په کورونا وايرس اخته شوي او ګڼ قرنطين دي.

فضل مولا د اپرېل پر څلورمه مشال راډیو ته وويل چې دوی هم له کورونا د ځان ساتلو لپاره بنيادي اسانتياوې نه لري:

"له موږ سره دستانې نشته، [عینکې]، جامې او نورې اسانتياوې نشته او کار هم زموږ ډېر وي. ګوره، ډاکټر خو يو وارې ناروغ ګوري نور خو ناروغ ته کېنولا لګول، ستنه وهل او نور خدمت کول خو د نرس کار وي. د صحت نړيواله اداره وايي چې د يو کروړ خلکو لپاره يو لک نرسانې پکار دي خو زموږ صوبه چې درې کروړه ابادي لري دا وخت پکې يوازې ۱۵زره نرسانې دي نو که دغه هم د کورونا وبا ښکار شوې نو دا به لوی تاوان وي".

د خېبر پښتونخوا د صحت وزير تېمور سليم جګړا دا خبره مني چې دا وخت په روغتونونو کې له ډاکټرانو او نرسانو سره د اسانتياوو کمی دی خو نوموړی وايي کورونا وبا ټوله نړۍ نیولې چې له وجې یې د طبي الاتو کمی په هر ځای کې راغلی.

جګړا وويل، ډېر ژر به په روغتونونو کې سهوليات برابر کړي خو نوموړي د کومې دقيقې نېټې له يادولو ډډه وکړه:

"دا کمی به پوره شي. په موږ کې به هم ځينې نېګړتياوې وي خو بايد چې بعضې ډاکټران هم پروپېګنډه ونکړي. حکومت ویلي چې په ډاکټرانو څومره پېسې لګي نو ولګوئ. دا د يو وار خبره نه ده بلکې زه به هره مياشت د ۳۰ لاکه ماسکونو، ۳۰ لاکه دستانو، دغسې سنېټايزر او د ۵۰ يا ۶۰ زره اېن-۹۵ ماسکونو بندوبست کوم. د یو نیم اربه روپیو په سامان کې موږ ته د ۴۰ کروړه روپو سامان راغلی ځکه سپلايزر يې نشي رارسولی او پروازونه هم بند دي".

د خېبر پښتونخوا صحت وزير وايي چې په ټوله کې د طبي الاتو کمی دی خو ډاکټران او نرسانې بيا وايي چې د نورو هېوادونو د ډاکټرانو پرتله د دوی سهوليات خورا کم دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG