د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې نهه ډاکټران کورونا وهلي دي


کوټه کې ډاکټران د کورونا قرنطینه کې د خپل نوبت تر پیلولو مخکې دعا کوي.
کوټه کې ډاکټران د کورونا قرنطینه کې د خپل نوبت تر پیلولو مخکې دعا کوي.

په بلوچستان کې په کورونا وايرس د اخته شويو ډاکټرانو شمېره ۹ ته رسېدله ده.

د ځوان ډاکټرانو اتحادیې ویاند ډاکټر رحیم بابړ د اپرېل پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل چې دغه ډاکټران د کوټي په سول او بولان میدیکل کمپلکیس هسپتال کي د کار کولو پر مهال په کورونا رنځ اخته شوي دي.

دوه ډاکټران د کوتې په یړه شخصی روغتون کې د ناروغانو د کتني پر مهال کورونا وایرس وهلي دي.

ډاکټران وايي د کوټي په هسپتالو کي د کورونا ناروغي څخه د خوندي کیدو لپاره د اسانتیاويو د نشتوالي په لړ کې یې حکومت ته يو ليک استولې خو لاهم پرې عمل نه دی شوی.

بلخوا د بلوچستان چیف سیکټري فضیل اصغر تیره ورځ خبریالانو ته ویلي ول چې په هغو روغتونو کي ډاکټرانو ته ټولې اسانتیاوي رسول شوي چرته چې د کورونا وايرس د ناروغانو درملنه روانه ده.

تر دامهاله په پاکستان کې د کورونا وړجنو شمېر ۲۲۹۱ تنو ته رسېدلی او ۳۱ ترې مړه شوي دي.

د روغتیا قامي ادارې ( این ای ایچ ) پر ویب پاڼه له ورکړو شمېرو سره سم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو تن په پنجاب، یو په سند او یو په خیبر پښتونخوا کې مړه شوي دي.

بلخوا د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر ويلي دي چې حکومت په ملک کې د کورونا وايرس خورېدو مخنیوي لپاره کوربند تر ۱۴م اپرېله پوري د غځولو پريکړه کړي ده.

خيبر پښتونخوا

په خېبر پښتونخوا کي د کورونا وايرس ۲۳ نوی کيسونه مخي ته راغلي چې په دې سره د وړجنو شمير ۲۷۶ ته رسېدلی دی.

د صحت صوبايي محکمې د اپرېل پر لومړۍ نېټه په بيان کې ويلي چې د کورونا نوي کيسونه په مردان، هريپور، مانسهره، بنو، بره دیر، خيبر، کوهاټ، کرمه، نوښار، اورکزو، ټانک او جنوبي وزیرستان کي مخې ته راغلي دي.

په بيان کې ويل شوي دي چې په نوښار او بنو کي د کورونا وايرس له وجې د دوو کسانو مړيني وروسته په خيبر پښتونخوا کې د مړو شمېره اتو ته رسېدلي ده.

ملاکنډ

د خيبر پښتونخوا په ملاکنډ ډیويژن کې د کورونا وايرس ۲۰ نوي کيسونه مخي ته راغلي دي.

دا خبره د ملاکنډ ډیويژن کمشنر رياض خان مسعود په سيدو شريف سوات کي خبريالانو ته کړي او زياته يې کړه چې په کورونا وايرس د اخته شويو کسانو درملنه روانه ده.

نوموړي وويل چې له بهر هېوادونو ستانه شوي پنځلس زره کسان یې د کورونا تر چاڼ (سکريننګ) اېستلي دي او پر ولس یې غږ وکړ چې د کورونا وايرس مخنيوي لپاره په حکومتي هداياتو عمل وکړي.

د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان وايي، په ډيره اسماعيل خان کې په قرنطين کې ساتل شويو ۱۲۱ زیارتیانو کې کورونا وایرس نه دی موندل شوی نو ځکه نن به دوی خپلو کورونو ته ستانه کړي.

دا خبره د خېبر پښتونخوا وزیر اعلی محمود خان پرون د ویډیو لنک له لارې د قامي همکارۍ په غونډه کي کړي.

په دغه غونډه کي وزیر اعظم عمران خان، د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه، صوبايي چارواکو او وفاقي وزیرانو ګډون کړي وو.

د وزيراعلي له دفتره خپور شوي بيان کې ويل شوي چې له تفتانه د ورستنو شويو کسانو تعلق له خېبر پښتونخوا، اسلام آباد، فیصل آباد، ګجرات او د ملک له نورو برخو سره دی.

بيان زياتوي چې په خيبر پښتونخوا کي د روغتیا کارکوونکو لپاره د یو اشاره پنځه اربه روپو حفاظتي سامانونه هم اخستل شوي دي.

محمود خان په ياده غونډه کي په دې خبره هم ټینګار کړی دی چې په بېلابېلو صوبو کي د قرنظین شويو تبلیغیانو خپلو سيمو ته د ليږلو لپاره همکاري ته ضرورت دی.

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (يو اين ايچ سي ار) په خيبر پښتونخوا کې افغان کډوالو او نورو خلکو سره د طبي مرستو او د کورونا وايرس مخنيوي لپاره حکومت ته پنځه ايمبولينسې ورکړې دې.

په پيښور کې د (يو اين ايچ سي ار) له دفتره پرون په خپور شوي بيان کې ويل شوي چې د ادارې د پيښور دفتر مشر ( برنارډ انکوم ) له قدرتي افتونو سره د مبارزي ادراې (پي ډي ايم اي) ته جديد ايمبولينسې حواله کړي دي.

په بيان کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د کورونا وايرس مخنيوي لپاره خپلي هلي ځلي دوه چنده زياته کړي دي. د دوی په خبره دا جديد ايمبولينسې به د خيبر پښتونخوا په هريپور، کوهاټ، مردان، پيښور او صوابې کې د صحت په څانګه کې کار کوي او د مقامي خلکو ترڅنګ افغان کډوالو ته به طبي سهولتونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG