د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا ۱۱ ضلعو کې د پولیو ضد بهیر پیلېږي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پراګ ـ د خیبر پښتونخوا د پولیو مخنیوې ادارې چارواکي وايي، د دسمبر پر دویمه به د صوبې په ۱۱ ضلعو کې د پولیو ناروغۍ ضد مهم پیلوي.

د صوبې د پولیو مخنیوې ادارې یو چارواکي ډاکټر ندیم مشال رېډيو ته وویل چې دا پنځه ورځنی مهم به په نهو شمالي ضلعو او ترڅنګ یې په چارسده او مومندو کې کيږي.

"دا مهم به په شانګله، بټګرام، هري پور، کوز او بر کوهستان، کولای پلاس، شانګله، بټګرام، ایبټ اباد، مانسهره، چارسده او مومندو کې کېږي. درې ورځې به دا بهیر دوام وکړي او په څلورمه او پنځمه ورځ به هغو ماشومانو ته واکسین ورکړل شي چې له هغه بهیره پاتې وي."

د نوموړي په وینا د دسمبر پر ۱۶مه به بیا په ټول پاکستان کې د پولیو پر ضد مهم ترسره شي.

یوه واکسیناتوره پنځو کالو نه کم عمره ماشوم ته د پولیو ضد څاحکي ورکوي.
یوه واکسیناتوره پنځو کالو نه کم عمره ماشوم ته د پولیو ضد څاحکي ورکوي.

د خېبر پښتونخوا د واکسينو پروګرام ادارې ویلي، د پوليو وايرس ختمولو لپاره پکار ده چې پرله پسې او معياري کمپاينونه وشي.

د معذورو ماشومانو د خیر ښیګړې ادارې یو چارواکې امتیاز احمد وايي، اوس هم ګڼ خلک د پولیو له څاڅکو ویریږې نو په موجوده وخت کې د پولیو رنځ ختمولو لپاره تر ټولو زیات ضروري د پوهاوې پروګرامونه کول دي.

هغه زیاته کړه، حکومت دې د روغتیا ادارې د کارکونکو امنیت ونیسي او د څاڅکو پر وخت رسولو لپاره دې اقدامات زیات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندی د پوليو پروګرام لپاره د پخواني وزيراعظم نواز شریف سلاکارې سېنېټر عائشه رضا فاروق مشال راډيو ته ويلي ول چې د پولیو مخنیوې پروګرام کې د درغليو او ناسم انتظامې چارو له کبله د د دې ناروغۍ ختمولو لپاره هڅو ته زیان رسېدلی دی.

نوموړې زیاته کړه، باید د هغو چارواکو پرضد کارروايي وشي چې هغه مهال يې د پوليو ضد جعلي کمپاين کړی وو او د کيسونو پټولو کوشش یې کړی وو.

دغسې ځیني خلک دا تور هم پورې کوي چې پولیو ختمول د موجوده حکومت په لومړیتوبونو کې نه ده خو ډاکټر ندیم وايي، موجوده حکومت د پولیو رنځ ختولو لپاره د پوهاوې پروګرامونو تر څنګ ځېنې نور ګامونه هم پورته کړي دي او هیله ده چې ډیر زر به پر دې ناروغۍ قابو وموندل شي.

د ډاکټر ندیم په خبره، سږ کال په خیبرپښتونخوا کې د پولیو ۶۶ او په پاکستان کې ۹۱ کیسونه مخې ته راغلې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG