د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د پولیو مخنیوي پروګرام کې رښتیا هم درغلۍ شوي؟


د پولیو ضد پخوانی کمپاین
د پولیو ضد پخوانی کمپاین

پراګ - په پاکستان کې د ګوزڼ یا پوليو ناورغۍ دوه نور کيسونه ثبت شوي چې ورسره په روان کال کې د ګوزڼ وهلیو شمير ۸۲ ته رسېدلی دی.

د پوليو پروګرام لپاره د پخوانيوزيراعظم نواز شریف سلاکارې سېنېټر عائشه رضا فاروق مشال راډيو ته ويلي دي چې د پوليو پروګرام کې درغليو او ناسم انتظامې چارو له کبله د پوليو د مخنیوي هڅو ته زیان رسېدلی دی .

نوموړې وویل چې د هغو چارواکو پرضد دې کارروايي وشي چې پر وخت يې د پوليو ضد جعلي کمپاين کړی وو او د کيسونو پټولو کوشش یې کړی وو.

خو د صحت وفاقي وزير وياند دا خبره رد کړي ده.

په خيبر پښتونخوا کې د پوليو پروګرام يو چارواکې د نوم نه خپرولو په شرط د نومبر پر نهمه مشال راډيو ته وويل چې د پوليو پې ټو وايرس پټولو هڅې شوې دي چې له وجې يې د پوليو نوي کيسونه مخې ته راغلي دي.

دې چارواکي وویل چې بايد دا کيسونه په څلرويشتو ساعتونو کې رپورټ شوي وای.

د ډاکټرانو په وینا ، د ګوزڼ یا پوليو ناروغۍ درې قسمونه دي چې پکېپي یو ، پي دوه او پي درې نومېږي خو تر ټولو خطرناک یې پي دوه دی.

که څه هم په ۲۰۱۴م کال کې پاکستان په رسمي توګه د پوليو پي ټو وائرس ختميدو اعلان کړی وو خو اوس د پوليو پروګرام چارواکي وايي چې د دې د پټولو هڅه شوې وه.

یاد چارواکي دا هم وويل چې د دې ترڅنګ د پوليو پروګرام کې پر ملکي او ځاييکچه درغلۍ شوې دي.

سېنېټرې عایشه رضا فاروق مشال راډيو ته وويل چې حکومت دې پر دې معامله د سياست پر ځای د ناورغۍ ختمولو ته پام زیات کړي.

دې وویل ، “ حکومت د پوليو پي دوه وائرس ناروغانو د پټولو کوشش کوي. په دې کې دا خبره مهمه نه ده چې کيسونه مخې ته راغلي بايد حکومت پر وخت اقدامات کړي وای. په دې کې وخت ضايع کړل شوی دی. دا فکري بې ايماني ده او حکومت له پکار ده چې د دي معاملې پلټنې وکړي او ککړو کسانو پرضد کارروايي وکړل شي.”

سېنېټرې عايشه رضا په داسي حال کې دا خبره کړې چې په دې وروستيو کې د پوليو پروګرام لپاره د اوسني وزيراعظم عمران خان سلا کار بابر بن عطا له دندې لرې کړل شو او د هغه پر ځای ډاکټر رانا صفدر ګمارل شوی دی.

په پيښور کې د هم ټيلي وژن بيورو چيف طارق وحيد مشال راډيو ته وويل چې د پوليو پروګرام کې ډيرې زياتې انتظامې ستونزې موجودې دي او دې فنډونو کې درغلۍ هم کېږي.

ده زياته کړه ، “د پوليو کارکوونکي په زرګونو روپیو تنخاګانې اخلي، د دې ناورغۍ په جعلي کمپاين کې ککړ ول. ځيني په رسنيو کې رپورټ شوي هم دي. په دې ټوله مسله کې بد انتظامي ده او له غفلته کار اخستل کېږي.”

خبريال طارق وحيد زياته کړه چې د پوليو کارکونکو ته سمه روزنه هم نه ده ورکړل شوې چې له وجې یې د پوليو ضد واکسين خراب شوي دي.

خو د صحت د وفاقي وزارت ویاند سجاد مشال راډيو له مشال راډیو سره په خبرو کې دا تورونه رد کړل او ویې ویل چې حکومت چېرې هم د پولیو ناروغانو شمیر پټولو هڅه نه ده کړې او نه هم په دې پروګرام کې درغلۍ شوې دي.

نوموړي وویل چې د پوليو پر ناروغۍ سياست نه دی پکار. خو په پاکستان کې د پوليو پروګرام باوجود په روان کال کې تر اوسه د پوليو ناروغانو شمير ۸۲ ته رسېدلی دی چې زیاتره یې په خیبر پښتونخوا کې مخې ته راغلي دي.

XS
SM
MD
LG