د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې ټولبند وغځېد، د کاروباریانو احتجاج


کاروباریان وايي ټولبند ورته زښت مالي زیان رسولی
کاروباریان وايي ټولبند ورته زښت مالي زیان رسولی

پېښور - د خیبر پښتونخوا کابینې د اپرېل تر ۳۰مې پورې د ټولبند (لاکډاون) غځولو پرېکړه کړې.

دا پرېکړه صوبايي کابینې د اپرېل ۱۵مې پر ماښام تر هغې یوه ورځ وروسته وکړه چې د پاکستان وفاقي حکومت هم په هېواد کې د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي په موخه ټولبند وغځاوه.

د اعلا وزیر د اطلاعاتو سلاکار اجمل وزیر بېګا تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې د ضلعو ترمنځ ټرانسپورټ او تعلیمي ادارې به تړلې وي.

وزیر البته وویل چې حکومت د تعمیراتو، لرګیو، برقي سامانونو او د ځینو نورو کاروبارونو د پرانیستو فیصله کړې.

د کاروباریانو احتجاجي غونډې

په عین وخت کې د اپرېل پر ۱۵مه په مردان، دیر او ځینو نورو سیمو کې کاروباریانو د حکومتي اقداماتو ضد احتجاجي غونډې کړې دي.

دوی له حکومته د رعایت او مرستو غوښتنه کوي.

دوی وايي، حکومت دې ورته مالیې (ټیکسونه) وبښي او پر پورونو دې د سود کچ ټیټ کړي.

سوداګر او کاروباریان وايي، د کورونا وایرس خپرېدو په مخنیوي کې له حکومت سره همکارۍ ته تیار دي خو ورته دې د کاروبارونو د بیا پرانیستو اجازه ورکړي.

حکومت وايي، د وایرس مخنیوي لپاره ټولبند اړین دی.

وفاقي او صوبايي حکومتونو له کاروباریانو او بېوزله خلکو سره د مرستو او مراعاتو ژمنه کړې.

په پاکستان کې د کورونا وایرس پېښې

هلته په پاکستان کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر ۶،۵۰۵ ته رسېدلی دی.

د وایرس په اړه د پاکستان حکومتي ووبپاڼې له شمېرو سره سم، د اپرېل ۱۶مې تر سهاره په هغه هېواد کې د کورونا وایرس ناروغۍ ۱۲۴ کسان مړه کړي.

ووبپاڼه وايي چې تر اوسه په هېواد کې د کووېډ – ۱۹ ټول ۱،۴۴۵ ناروغان جوړ شوي دي.

په پاکستان کې د وایرس تر ټولو زیاتې پېښې په پنجاب او بیا په سیند کې ثبت شوې دي.

په خیبر پښتونخوا کې ټول ۹۱۲ او په بلوچستان کې ۲۸۰ کسان کورونا وایرس وهلي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG