د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني سرکار ټولبند تر ۳۰ اپرېله وغځاوه


په کراچۍ کې د ټولبند پر مهال د دیاړۍ دوو مزدورانو د بندو دکانونو ورونو ته ډډه وهلې. ۲۰۲۰، ۱۴ اپرېل
په کراچۍ کې د ټولبند پر مهال د دیاړۍ دوو مزدورانو د بندو دکانونو ورونو ته ډډه وهلې. ۲۰۲۰، ۱۴ اپرېل

د پاکستان وزيراعظم عمران خان په ملک کې د کورونا وايرس د مخنيوي لپاره ټولبند تر دوو نورو اونيو وغځاوه.

د نهې په مازيګر د قامي رابطه کمېټۍ تر غونډې وروسته په اسلام اباد کې رسنيو ته وزيراعظم عمران خان وويل په پاکستان کې د کورونا وايرس هغومره پيښې مخې ته نه دي راغلي د څومره چې توقعو کيده خو که احتياطي تدابير يې هم دا شان جاري ونه ساتل نو دا کله هم زياتيدې شي نو ځکه په هيواد کې ټولبند د اپرېل تر ۳۰مې غځوي.

د نوموړي وينا وه کله چې په پاکستان کې ۲۶ کېسونه وو نوهغه وخت موږ ټولبند اعلان کړو او د دې وايرس خوريدو مخنيوي لپاره د لوبو مېدانونه، مارکيټونه، واده تالارونه، اډې او داسې نور ځايونه چرته چې به خلک راجمع کيدل موږ هغه ټول بند کړل او که داسې مو نه وې کړې نو دا وايرس په تيزۍ سره خورېدې شو له صوبو سره د مشاورت وروسته موږ د دې ټولبند موده نوره هم غځوو او سکولونو، کالجونو، تفريحي ځايونو، سينماګانو او داسې نور د ګڼې ګوڼې ځايونو کې به د راتلونکو دوو اونيو لپاره ټولبند وي.

د عمران خان په وينا ترڅو چې تعميراتي صنعت کار شورونکړي نو مزدورانو سره مرسته نشي کيدې نو فېصله يې کړې ده چې په ښاريو کې تعميراتي کاروبارونو پشمول يوشمير صنعتونو به د اپرېل د ۱۵مې نېټې نه خلاصوي او دې لړ کې د ټولو صوبو سره يې تفصيلي مشاورت هم کړېدې او ۹۸ فيصده پر دې اتفاق شوې دې چې کوم صنعتونه به خلاصوو او کوم نه.

د ذکر ده چې د اپرېل په ړومبۍ نيټه د قامي رابطه کمېټۍ غونډې وروسته په ملک کې ټولبند د اپرېل ۱۴مې نيټې پورې غځول شوې وو.

بلخوا د پاکستان مذهبي مشرانو او ځينې د تاجرانو تنظيمونو د وزيراعظم عمران خان د لاک ډاون مودې غزولو اعلان رد کړې دې.

د اپرېل پر ۱۴مه په کراچۍ کې له بيلا بيلو مسلکونو سره تعلق لرونکو عالمانو غونډې وروسته د پاکستان د رويت هلال کمېټۍ مشر مفتي منيب الرحمن رسنيو ته وويل موږ د اوګدې مودې لپاره لاک ډاون نشو برداشت کولې که دځينې ادارو خلاصول ضروري وي نو بيا د جماتونو او مدرسو خلاصول دا زموږ ديني ضرورت دې حکومت ته موږ دا پيغام ورکوو چې جماتونه خلاص ساتلو کې دې خنډان نه اچوي او ترڅوچې د حفاظتي ګامونو خبره ده نو دې لړکې به د جماتونو انتظاميه د حکومت سره پورا مرسته کوي.

په کراچۍ کې د تاجرانونو تنظيم مشرجميل پراچه تيره ورځ رسنيو ته ويلي د دريو اونيو نه زياتې موده راهيسې يې کاروبارونه په ټپه ولاړ دي نو اپرېل د ۱۵مې نه به خپل بند دوکانونه خلاصوي او خپل کاروبار به شورو کوي که حکومت پرې جبر وکړو نو د اعلا وزير او ګورنر دفترونو مخې ته به احتجاج کوي.

دې ترڅنګ د اسلام اباد د تاجرانو اتحاديې مشراجمل بلوڅ د نهې په ورځ په خپل يوبيان کې ويلي دي د ۴ واڼو صوبو د تاجرانو تنظيمونو خپل کاروبارونه د خلاصولو فيصله کړې ده نو حکومت دې اسلام اباد په ګډون د ملک ټولو تاجرانو ته د کاروبار کولو اجازه ورکړي ځکه چې نور دوی دا ټولبند نشي زغملې.

د يادونې ده چې دملک نورو برخو پشان په اسلام اباد کې هم د ټولبند وروسته ټول مارکيټونه، رېسټورانتونه، پارکونه، تفريحي ځايونه، اتوار بازارونه او اډې په مکمله توګه بندې دي دا شان د خلکو يو ځايې ته په راجمع کيدو هم بنديز لګولې شوی دی.

XS
SM
MD
LG