د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا استادانو ټولنې د دندو د دایمي کولو مسودې منظوري ستایلې


ښوونکو د خپلو دندو دایمي کولو لپاره څو ځلې مظاهرې هم کړې دي - د جون ۱۹مې انځور.
ښوونکو د خپلو دندو دایمي کولو لپاره څو ځلې مظاهرې هم کړې دي - د جون ۱۹مې انځور.

د خيبر پښتونخوا د ښوونکو اتحاديې د صوبايي اسمبلۍ له خوا د ۳۸،۰۰۰ استادانو د نوکريو د مستقله کولو په اړه د قانوني مسودې د منظورولو اقدام ستایلی دی.

د صوبې د لومړنیو او ثانوي زده کړو وزیر شهرام خان ترکي د سېپټېمبر پر ۱۳مه پر ټوېټر ولیکل چې صوبايي اسمبلۍ د صوبې د ۳۸،۰۰۰ عارضي ښوونکو د نوکریانو د دایمي کولو په اړه قانوني مسوده منظور کړې ده. نوموړي زیاته کړه چې په دې کې له ۱۲م څخه تر ۱۶م ګرېډ پورې استادان شامل دي.

د خيبر پښتونخوا د پرایمري یا ابتدايي ښوونځیو د اتحادیې مشر عزیز الله خان د سېپټېمبر پر ۱۴مه مشال رېډیو ته وویل چې حکومتي ګام ستايي خو باید ژر تر ژره عملي شي. "موږ له حکومته څو وارې دا غوښتنه کړې وه چې تاسو استادان په ښه طریقه د ازموینې له لارې برتي کړي دي خو د اېډهاک (لنډمهالې دندې) پالیسۍ له کبله هغوی عارضي وي چې له دې سره استادان مطمین نه وي او خپل کار ته سمه توجه نه ورکوي."

تر دې وړاندې د جون پر ۱۸مه نېټه د خیبر پښتونخوا د ځوانو استادانو د اتحادیې مشر عطا الرحمان مشال رېډیو ته ویلي ول چې د ۱۹۷۳ز کال د سروېسز (خدماتو) د قانون له مخې یو حکومتي مامور به له ګومارل کېدو سره سم، دايمي وي خو د ده په خبره، د خیبر پښتونخوا حکومت پر دې عمل نه کوي.

ګڼو استادانو د دندو دایمي کېدو لپاره د روان ۲۰۲۲ز کال د جون پر ۱۹مه د اسلام اباد په بني ګالا کې په خیبر پښتونخوا کې د واکمن ګوند تحریک انصاف د مشر عمران خان کور مخې ته احتجاجي پرلت هم وهلی وو. پرلت د حکومتي غړو تر ډاډ وروسته ختم شوی وو.

هغه استادان چې په عارضي توګه ګومارل شوي ول، وايي چې ورته د دايمي ښوونکو په څېر حکومتي مراعات نه ورکول کېدل. عمران خان يو له هغو استادانو دی چې د صوابۍ په يوه حکومتي سکول کې کار کوي. نوموړي د سېپټمېبر پر ۱۴مه نېټه مشال رېډیو ته وويل چې دی په ۲۰۱۸ز کال کې ګومارل شوی وو خو د عارضي نوکريو له کبله د مستقله ښوونکو په څېر په معاشونه کې له زیاتوالي، بل ځای ته د تبادلې او د رخصتيانو (چوټیو) په ګډون له نورو امتيازاتو څخه بې برخې وو.

د خیبر پښتونخوا د مالیې وزیر تیمور سلیم جګړا د جون پر ۱۳مه نېټه د ۲۰۲۲-۲۳ مالي کال بجټ وړاندې کولو پر وخت اعلان کړی وو چې د نیشنل ټېسټېنګ سروېس (اېن ټي اېس) په نوم د ازموينو له لارې به د صوبې شاوخوا ۵۸،۰۰۰ ښوونکي دايمي کړي.

د لومړنیو او ثانوي زده کړو وزیر شاهرام خان ترکي دا هم ویلي دي چې د منظور شوې قانوني مسودې له مخې به په قبایلي ضلعو کې تر ۲۰۱۷ز کاله وروسته د ګومارل شویو ښوونکو دندې هم دایمي کوي.

XS
SM
MD
LG