د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خرلڅیو او ډنډ پټان ترمینځ لاره بیا پرانیستل شوې ده


د ولسي وګړو د تګ راتګ لپاره د خرلڅیو دا ور کارېږي - د نومبر ۲۶مې انځور.
د ولسي وګړو د تګ راتګ لپاره د خرلڅیو دا ور کارېږي - د نومبر ۲۶مې انځور.

په کورمه کې پر ډېورنډ کرښه د خرلڅیو او د پکتیا د ډنډ پټان د ولسي مشرانو او سوداګرو تر مذاکراتو وروسته د پاکستان او افغانستان ترمینځ لاره بیا پرانیستل شوې ده.

هغه لاره د نومبر پر ۱۹مه پر پوله د دوو قومونو او د طالبانو د حکومت سرتېرو ترمینځ تر نښتې وروسته وتړل شوه. د خرلڅیو دوپرزي او بنګښ د پولې هغې خوا ته د ځمکې د ملکیت دعوه لري او نښته هم هلته د طالبانو د حکومت د تعمیراتي چارو پیلولو له وجې پیل شوې وه.

په نښته کې وروسته د پاکستان سرحدي ځواکونه هم ورګډ شول. په سیمه کې جګړه درې ورځې روانه وه چې پکې د پاکستان یو پوځي او د طالبانو د حکومت یو سرحدي سرتېري په ګډون درې کسان ووژل شول او یوشمېر ژوبل شول.

د بهرمېشته پاکستانیانو او بشري منابعو چارو وفاقي وزیر او د کورمې سیاستوال ساجد حسین توري د نومبر ۲۷مې شپې مهال مشال راډیو ته وویل، مشرانو د اتوار یا یکشنبې پر ورځ په خرلڅيو کې پر پوله غونډه وکړه چې پکې د ځمکې پر لانجې د بحث ترڅنګ د سوداګرۍ لپاره د لارې بیا پرانیستو، د ښځو تالاشۍ لپاره د ښځینه وو کارکوونکو ګومارلو او د زیاتو کسانو د تګ راتګ اجازې ورکولو غوښتنې وشوې.

توری وايي، تر غونډې وروسته لاره بیا پرانیستل شوه او حکومت به د نورو غوښتنو پوره کولو لپاره اړین اقدامات کوي.

په وروستیو ورځو کې سوداګرو مشال راډیو ته ویلي ول چې د لارې بندېدو ورته لوی مالي زیان ور په برخه کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر ۲۶مه هم په سیمه کې د مشرانو مذاکرات شوي ول چې پکې پرېکړه وشوه چې د خرلڅیو او ډنډ پټان ولسونه به د یو بل ځمکې نه نیسي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG