د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت د قبایلو ښځې د بلدیاتي انتخاباتو نوماندۍ ته هڅوي


د خیبر پښتونخوا حکومت هیله ښوولې چې له قبایلو څخه به ښځې بلدیاتي انتخاباتو ته نوماندې شي
د خیبر پښتونخوا حکومت هیله ښوولې چې له قبایلو څخه به ښځې بلدیاتي انتخاباتو ته نوماندې شي

د خیبرپښتونخوا د بلدیاتي ادارو د چارو محکمې په قبایلي ضلعو کې په بلدیاتي انتخاباتو کې د ښځینه نوماندانو برخې اخیستو هیله ښوولې.

د بلدیاتي ادارو د محکمې د انتخاباتو د څانګې مشر ساجد ګل د جولای پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل چې شپږ میاشتې اګاهو یې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي چارو ادارې (یو اېن ډي پي) په مرسته په قبایلو کې په انتخاباتو کې د ښځو د ونډې زیاتولو لپاره د اګهۍ کیمپېن پیل کړ.

دی وايي، په قبایلو کې په لومړي ځل بلدیاتي انتخابات کېږي نو دا "اندېښنې شته" چې هلته پکې ښايي ښځې انتخاباتو ته کاندیدېدو ته زړه ښه نه کړي خو هیله یې وښوده چې کیمپېن به یې نتیجه ورکړي.

په خیبر پښتونخوا کې د بلدیاتي ادارو له ترمیمي قانون سره سم، د چم ګاونډ او د کلیو په شوراګانو کې له اووه غړو څخه باید یوه ښځه وي.

تر اوسه په صوبه کې د بلدیاتي انتخاباتو نېټه نه ده اعلان شوې خو د قانوني چارو وزیر فضل شکور د جولای پر ۱۷مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د کابینې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې ژر به یې نېټه اعلان شي.

تر دې مخکې د بلدیاتي ادارو د چارو محکمې ویلي ول چې په خیبر پښتونخوا کې به بلدیاتي انتخابات د ۲۰۲۱ز کال په اکتوبر کې وشي.

په خیبر پښتونخوا کې د بلدیاتي ادارو د کار موده د ۲۰۱۹ز کال په اګست کې پای ته رسېدلې وه او د قانون له مخې نوې ټاکنې په ۱۲۰ ورځو کې دننه کول ضروري وي خو صوبايي حکومت د ځنډ علت په انتخاباتي قانون کې بدلون او د کورونا وایرس وبا له وجې پیدا شوي حالات بللي ول.

د خیبر پښتونخوا د انتخاباتي کمېشن ویاند سهېل احمد مشال راډیو ته وویل چې په ۲۰۱۹ز کال کې په قبایلي سیمو کې د صوبايي اسمبلۍ انتخاباتو وښوده چې هلته ګڼو ښځو خپلې رایې وکارولې نو دی هیله من دی چې د بلدیاتي ادارو په انتخاباتو کې به هم نه یوازې ښځې خپلې رایې وکاروي، بلکې ښځې به ځانګړو څوکیو ته نوماندانې هم شي.

نوموړي زیاته کړه چې که په یوه ضلع کې د چم ګاونډ په شوراګانو کې انتخاباتو ته ښځې نوماندې نه شوې، نو دوی به ورباندې ضمني انتخابات کوي چې هغه څوکۍ ډکې کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG