د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر د ننګرهار برید د بشریت ضد جنایت بللی


تر برید وروسته افغان ملي امنیتي سرتېرو سیمه کې عملیات پیل کړل
تر برید وروسته افغان ملي امنیتي سرتېرو سیمه کې عملیات پیل کړل

افغان ولسمشر اشرف غني د ننګرهار ولایت پر زندان برید "وحشیانه، بشریت ضد جنایت او د اسلامي ارزښتونو خلاف" عمل بللی دی.

د ولسمشر دفتر تر هغې وروسته په بیان کې د برید غندنه کړې چې د اګست پر دویمه ماښام مهال وسله والو پر زندان ډله ییز برید وکړ چې پکې د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي په وینا، ۲۵ کسان وژل شوي او ۴۸ ژوبل دي.

تر دې مخکې خوږیاڼي ویلي ول چې په برید کې ۲۹ کسان وژل شوي او ۵۰ ژوبل دي.

په وژلیو کې ۲۰ ملکي وګړي، درې بندیان او دوه امنیتي سرتېري دي.

اشرف غني پر زندان برید د اسلامي ارزښتونو خلاف کار بللی
اشرف غني پر زندان برید د اسلامي ارزښتونو خلاف کار بللی

د اګست پر درېیمه د ننګرهار والي له دفتره په خپور جلا بیان کې راغلي چې برید د ملي امنیتي سرتېرو تر عملیاتو وروسته مازیګر شاوخوا پېنځه نیمې پای ته ورسېد.

بیان وايي، سرتېرو ټول ۱۱ بریدګر وژلي دي.

خو د دفاع وزارت د اګست پر درېیمه ویلي چې په نښته کې ۱۰ وسله وال وژل شوي دي.

اخوا د ارګ په بیان کې راغلي، ولسمشر برید د "ترهګرو د جنایتونو دوام" وباله چې په وینا یې بېګناه افغانان پکې وژل شوي او ټپیان دي.

بیان وايي، ولسمشر دغه راز یو ځل بیا پر اوربند او د تاوتریخوالي په کمولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې "تروریستان د دغه ډول بریدونو په کولو د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره زموږ د خلکو عزم او اراده نشي کمزورې کولای."

د حملې ذمه واري اسلامي دولت (داعش) ډلې منلې.

وسله والو طالبانو د اګست پر دویمه ویلي ول چې په برید کې لاس نه لري.

په جلال اباد کې څه پېښ شول؟

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د اګست پر درېیمه په یوه بیان کې ویلي چې د یکشنبې (اتوار) پر ماښام لومړی وسله والو د زندان په وره کې موټر بم چاودنه وکړه او وروسته زندان او ورسره نېږدې "شرق پلازې" ته ننوتل او د زندان پر امنیتي پوستو یې ډزې پیل کړې.

تر چاودنې لږ ساعت وروسته، ملي امنیتي سرتېري سیمې ته ورسېدل او له وسله والو سره یې نښته پیل شوه او ټوله شپه د ډزو اوازونه اورېدل کېدل.

یو افغان سرتېری د جلال اباد د نښتې پر مهال
یو افغان سرتېری د جلال اباد د نښتې پر مهال

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هېواد د پوځ مشر ستر جنرال محمد ضیا د اګست د درېیمې پر ماسپښين جلال اباد ته ورغلی او د ملي امنیتي سرتېرو عملیات یې ولیدل.

د ننګرهار د والي ویاند وايي، په سیمه کې امنیتي سرتېرو تصفیوي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د برید په اړه ویډیويي رپورټ

د ننګرهار پر زندان ډله ییز برید شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:01 0:00

د بندیانو تېښته

په جلال اباد کې د ننګرهار زندان د ښار په داسې ځای کې موقعيت لري چې شاوخوا یې ګڼه ګوڼه ډېره وي.

د ننګرهار پر محبس د دغه برید پر مهال لسګونه بندیان هم تښتیدلي چې د والي د ویاند په خبره یو شمېر یې بېرته نیولي.

د خوږیاڼي په خبره، د برید پر مهال په زندان کې ټول ۱،۷۹۳ بندیان ول چې ورڅخه یې ۱،۰۲۵ پولیسو او نورو امنیتي سرتېرو د تېښتې پرمهال ونیول.

دی وايي، د نښتې پر وخت امنیتي سرتېرو ۴۳۰ بندیان وژغورل.

د ده په خبره، ځینې بندیان ورک دي، خو کره شمېر یې و نه ښودای شو.

خوږیاڼی زیاتوي چې سرتېرو په شرق پلازه کې مېشتې ۴۰ کورنۍ ژغورلې دي.

پر زندان برید څه معنا لري؟ د حکمت الله اعظمي شننه

د جلال اباد پر زندان برید څه موخې لري؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:37 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د داعش لوړپوړي مشر وژنه

د جلال اباد پر زندان برید پر داسې مهال شوی چې پر اتوار (یکشنبې) د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ په اختر کې د اوربند درېیمه ورځ وه. په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت ریاست يا اين ډي ايس ویلي د هېواد ځانګړو ځواکونو د داعش ډلې د استخباراتو مسول مشر وژلی دی.

د افغانستان استخباراتي ادارې د اګست پر لومړۍ نېټه وویل، اسد الله اورکزی له جلال اباد سره نېږدې په عملیاتو کې وژل شوی.

د فبرورۍ پر ۲۹مه امریکا په قطر کې له طالبانو سره هوکړه وکړه چې ورسره سم، د وسله والو طالبانو د امنیتي ژمنو په بدل کې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

په اختر کې اوربند

په همدې حال کې په افغانستان کې د طالبانو او حکومت ترمنځ په اختر کې درې ورځنی اوربند د اګست پر لومړۍ هم برقرار وو.

دې اوربند د بین الافغاني خبرو پیل لپاره هیلې ټوکولې دي چې له میاشتو راهیسې د ځنډ ښکار دي.

یو سړی په برید کې ژوبل کس روغتون ته رسوي
یو سړی په برید کې ژوبل کس روغتون ته رسوي

د امریکا او طالبانو ترمنځ له موافقې سره سم ټاکل شوې وه چې په مارچ کې بین الافغاني خبرې پیل شي خو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د ازادولو په ګډون پر نورو موضوعاتو د اختلاف له وجې ځنډېدلې دي.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت شورا د اګست پر دویمه پر ټوېټر په بیان کې ویلي، د اوربند له پیله یې ۳۱۷ طالب بندیان خوشې کړي دي چې ورسره د ازادو طالبانو شمېر ۴،۹۱۷ ته رسېدلی.

دا د هغو ۵۰۰ بندیانو له ډلې دي چې افغان ولسمشر اشرف غني یې د طالبانو د اوربند په بدل کې د ښه نیت له پلوه د خوشې کولو ژمنه کړې وه.

طالبانو هم ويلي چې د لوظنامې مطابق یې د حکومت له ۱۰۰۰ بنديانو څخه ۷۰۰ خوشې کړي.

د دوی په وینا، پاتې بندیان هم د اختر تر پایه خوشې کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG