د لاسرسي ځای

تازه خبر

تیخانوفسکایا وايي د بېلاروس مشرۍ ته تیاره ده


د اګست پر ۱۶مه په بېلاروس کې زرګونه کسانو مظاهرې وکړې
د اګست پر ۱۶مه په بېلاروس کې زرګونه کسانو مظاهرې وکړې

په بېلاروس کې د اپوزیشن سیاستوالې سوېتلانا تیخانوفسکایا ویلي د هېواد چارو مشرۍ او د نويو رڼو انتخاباتو باوري کولو لپاره د قانوني چوکاټ (فرېمورک) جوړولو ته تیاره ده.

نوموړې د اګست پر ۱۶مه پر یوټیوب په خپره کړې وینا کې وویل: "زه د مسوولیت اخیستو او د ملي مشرې رول ترسره کولو ته تیاره یم چې هېواد ارام او عادي حالت ته یوسم."

هغې دا هم وویل چې که امنیتي او قانون پلي کوونکي افسران د ولسمشر الېکساند لوکاشېنکا د حکومت له ملاتړه لاس واخلي نو په ماضي کې به یې چلند او کړنې وبښي.

تیخانوفسکایا د اګست پر نهمې تر ولسمشریزو انتخاباتو وروسته لېتوانیا ته وتښتېده.

تیخانوفسکایا پر یوټیوب په وینا کې وویل هېواد ارامول غواړي
تیخانوفسکایا پر یوټیوب په وینا کې وویل هېواد ارامول غواړي

له رسمي نتیجو سره سم، نوموړې په انتخاباتو کې تر لوکاشېنکا شاته وه حال دا چې په ټول هېواد کې یې د کیمپېن جلسو ته ګڼ خلک ورغونډېدل.

د اګست پر ۱۶مه، په پلازمېنه مېنسک کې ګڼ خلک ورغونډ شول چې تر اوسه د اپوزیشن په پلوۍ د خلکو تر ټولو لویه اجتماع بلل کېږي.

دوی تور پورې کړ چې ولسمشر په درغلۍ بیا منتخب شوی دی.

ولسمشر لوکاشېنکا له ۲۶ کلونو راهیسې واکمن دی.

په مېنسک کې پراخې مظاهرې ته د بېلاروس د مخالف ګوند مشرې ماریا کلاشنیکاوا وینا وکړه.

"په ۲۶ کلونو کې لومړی ځل دی چې موږ تاسو محسوسوو چې یو ازاده اروپايي ولس یو. او په ګډه به بریالي کېږو. زموږ غوښتنه ده چې ولسمشر [الېکساندر لوکاشېنکا] باید استعفا ورکړي."

لوکاشېنکا تور پورې کړ چې ناټو یې له پولو سره پوځیان ځای پر ځای کړي
لوکاشېنکا تور پورې کړ چې ناټو یې له پولو سره پوځیان ځای پر ځای کړي

په عین وخت کې لوکاشېنکا هم په مېنسک کې د خپلو پلویانو جلسې ته په وینا کې وویل چې د ناټو اېتلاف ټانکونه یې د هېواد پولو ته نېږدې درول شوي او غواړي چې له سره انتخابات وشي.

" ګرانو دوستانو، ما دلته نه یاست راغوښتي چې زما دفاع وکړئ. تاسې په ۲۵ کلونو کې په لومړي ځل د خپل هېواد، د خپلې خپلواکۍ، خپلو کورنیو، د ژوند ملګرو، خویندو او بچیو لپاره راغلي یاست."

ناټو د لوکاشېنکا دا تور رد کړی چې ګواکې د بېلاروس له پولو سره یې پوځیان ځای پر ځای کړي.

اخوا کرېملېن وايي، روسي ولسمشر ولادمیرپوتین د اګست پر ۱۶مه خپل بېلاروسي سیال لوکاشېنکا ته ټېلېفون کړی او ورته یې ویلي چې که له بهرني فشار سره مخامخ وي نو مسکو یې له پوځي موافقې سره سم، مرستې ته تیار دی.

په بېلاروس کې مظاهرې تر لانجمنو انتخاباتو وروسته پیل شوې.

د انتخاباتي کمېشن له وینا سره سم، لوکاشېنکا تر ۸۰ فیصده زیاتې او تیخانوفسکایا څه د پاسه ۱۰ سلنه رایې ګټلې دي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG