د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بېلاروس کې د ولسشمر خلاف پراخ احتجاج شوی


د اګست پر ۱۵مه د شوي احتجاج یو عکس
د اګست پر ۱۵مه د شوي احتجاج یو عکس

په بیلاروس کې په زرګونه کسانو د اګست پر ۱۵مه سوله یيز احتجاج کړی دی.

دا احتجاج په ټاکنو کې د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د بریالي کېدو داعلان پرضد رابلل شوی وو.

مظاهره چیان د بیلاروس په پلازمېنه منسک او نورو ښارونوکې راوتلي وو.

دا په بیلاروس کې د پرله پسې، سوله یيزو مظاهرو اومه ورځ وه.

په بیلاروس کې له مظاهره چیانو سره د حکومتي ځواکونو سخت چلند نړیواله ټولنه په قهر کړې ده.

د اګست پر ۱۴مه د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو په بیلاروس کې پر حالاتو د خبرو لپاره بېړنۍ غونډه وکړه.

په غونډه کې د بحث یوه موضوع دا وه چې پر بیلاروس بندیزونه ولګول شي.

په بيلا روس کې د اګست پر نهمه تر لانجمنو انتخاباتو وروسته په مظاهرو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او په زرګونو مظاهرچيان نيول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG