د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان تخار ولایت کې هوايي برید ۱۲ ماشومان وژلي: چارواکي


تخار کې د اکتوبر له ۲۰مې راهیسې د وسله والو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې هم شوې دي
تخار کې د اکتوبر له ۲۰مې راهیسې د وسله والو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې هم شوې دي

رپورټونه وايي، د تخار ولایت له مرکز تالقان سره نېږدې په هوايي برید کې لږ تر لږه ۱۲ ماشومان وژل شوي دي.

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري د اکتوبر پر ۲۲مه وویل، دا برید د اکتوبر ۲۱مې پر ماسپښین شاوخوا درې بجې په بهارک ولسوالۍ کې پر یو جومات شوی چې پکې ۱۴ کسان ټپیان هم دي.

ده زیاته کړه چې توغندی د جومات پر انګړ لګېدلی.

خو د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح پر خپل فېسبوک لیکي چې په تخار کې پر جومات په هوايي برید کې د ماشومانو وژنې خبر "بې بنسټه دی، او هغه کسان وژل شوي چې تېره ورځ یې زموږ سرتېري ووژل او په دې اړه نه ردېدونکی ثبوت هم له موږ سره دی."

د تخار د ولایتي شورا منشي محمد اعظم افضلي وايي، په وژلیو کې د جومات ملا امام هم شامل دی.

دی زیاتوي، په برید کې ټول ۱۸ کسان ژوبل دي.

د تخار ولایتي چارواکي دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې د اکتوبر ۲۰مې او ۲۱مې ترمنځ شپې مهال په بهارک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او افغان ملي امنیتي ځواکونو او پولیسو ترمنځ نښته وشوه چې پکې د وژلیو سرتېرو شمېر ۴۳ ته لوړ شوی.

د ولایتي روغتون مشر ډاکتر حفیظ الله ساپي د اکتوبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، روغتون ته "تر اوسه د ۴۳ شهیدو عسکرو جسدونه" وروړل شوي او "نهه ټپیان دي."

وسله والو طالبانو هم ویلي چې په سیمه کې یې افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.

په بهارک ولسوالۍ کې په نښتو کې د تخار امنیه قوماندانۍ د امنیت امر راز محمد دوراندېش هم وژل شوی وو.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG