د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان تخار او هېلمند کې نښتو ۳۷ سرتېري، ۳۵ طالبان وژلي


چارواکي وايي، نښتې د تخار په بهارک ولسوالۍ کې شوې دي
چارواکي وايي، نښتې د تخار په بهارک ولسوالۍ کې شوې دي

د افغانستان د شمالي ولایت تخار چارواکي وايي، د هغو ۳۷ امنیتي سرتېرو مړي د مرکز تالقان روغتون ته وړل شوي چې د اکتوبر پر ۲۰مه شپې مهال له طالبانو سره په نښته کې ووژل شول.

د تخار د عامي روغتیا رییس سید عبدالله قیوم حیرت د اکتوبر پر ۲۱مه وویل، په وژلیو کې ۱۰ د ملي امنیتي ځواکونو د ځانګړې قطعې او ۱۰ نور د ملي پوځ د ۹۹۹ قطعاتو سرتېري ول.

د ده په خبره، پاتې ۱۷ کسان د پولیسو سرتېري ول چې پکې د د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر راز محمد دوراندېش هم شامل دی.

راز محمد د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر وو
راز محمد د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر وو

د ولایت اوسېدونکي په بهارک ولسوالۍ کې په نښته کې د وژلیو او ژوبلو شمېر تر دې زیات ښيي خو ولایتي چارواکو پر دې موضوع رسنیو ته له معلوماتو ورکولو ډډه کړې.

طالبانو هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

چارواکي وايي، په تخار کې د جګړو له وجې تر ۲،۵۰۰ زیاتې کورنۍ بې کوره شوې دي.

بلخوا د دفاع وزارت وايي چې د هوايي ځواک په ملتیا یې د هېلمند په ناوه ولسوالۍ کې په دوو جلا عملیاتو کې ۳۵ وسله وال طالبان وژلي دي.

طالبانو ویلي، د هېلمند د مرکز په ګډون یې بېلابېلو ځایونو کې وروستۍ حملې د هغو سیمو د بېرته نیولو لپاره دي چې د دوی په ټکو حکومتي ځواکونو ترې نیولې دي.

په وروستیو کې د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي.

تېره اوونۍ په هېلمند کې له څو ورځنۍ جګړې له وجې لسګونه زره خلک بې کوره شوي دي.

اخوا په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې هم روانه اوونۍ د حکومتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې وشوې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG