د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو په بیړه له افغانستانه د سرتېرو ایستلو احتمال رد کړ


افغانستان کې د ناټو پوځیان د افغان سرتېرو د فراغت په غونډه کې ګډون کوي (د ۲۰۱۹ز د مې ۲۷مې انځور.)
افغانستان کې د ناټو پوځیان د افغان سرتېرو د فراغت په غونډه کې ګډون کوي (د ۲۰۱۹ز د مې ۲۷مې انځور.)

د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ ویلي چې تر هغو چې امنیتي شرایط اجازه ورنکړي، پوځي اېتلاف له افغانستانه نه ووځي.

دا خبره نوموړي پر داسې مهال کړې چې په افغانستان کې زیاتېدونکی تاوتریخوالی په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې ګواښي.

ستولتنبرګ د اکتوبر پر ۲۱مه په برسلز کې خبریالانو ته وویل، "شرایط باید سم شي، شخړې کمې شي، اوربند ته لاره هواره شي، طالبان باید له القاعده سره اړیکي پرې کړي، بیا به ناټو خپل ځواکونه باسي."

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي.

د ناټو سرمنشي دا هم وویل چې اېتلاف تر ۲۰۲۴ز کاله د افغان ځواکونو ملاتړ ته ژمن دی، خو طالبان وایي چې د ناټو سرتېري باید له امریکایي پوځیانو سره یو ځای له افغانستانه ووځي.

د ناټو مشر ینز ستولتبرګ له افغانستانه په اوسنیو شرایطو کې د سرتېرو د ژر ایستلو احتمال رد کړ.

"د ناټو ټولو متحدینو پرېکړه کړې ده او په بیا بیا یې ټینګار کړی دی چې په افغانستان کې مو حضور په شرایطو پورې تړلی دی، موږ د سولې بهیر د یوې برخې په توګه حضور کم کړی دی، خو په افغانستان کې به د سرتېرو د شمېر لا کمېدا د هغه هېواد د وضعیت د څېړلو پر اساس وشي او هغه هم پر دې شرط چې ایا طالبان له امریکا سره کړې موافقې ته ژمن دي او که نه."

د ناټو مشر ستولتنبرګ وویل، اېتلاف به د افغانستان امنیتي حالاتو ته په کتو د سرتېرو ایستلو فیصله کوي.
د ناټو مشر ستولتنبرګ وویل، اېتلاف به د افغانستان امنیتي حالاتو ته په کتو د سرتېرو ایستلو فیصله کوي.

د ناټو مشر وویل چې طالبان باید له القاعده سره خپل تعلقات ختم کړي او د فبرورۍ پر ۲۹مه له امریکا سره په شوي تړون کې د بهرنیو سرتېرو مشروطو وتلو ته لا برابره شوې.

خو د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم د اکتوبر پر ۲۱مه له مشال راډيو سره په خبرو کې هیله وښووله چې د ناټو سرتېري به له امریکایانو سره یو ځای له افغانستانه ووځي.

"امریکایان په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو په استازیتوب له موږ سره کښېناستل او له موږ سره‌ یې ژمنه وکړه. دوی په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو په استازیتوب دغه توافقنامه له موږ سره لاسلیک کړې ده."

ټاکل شوې چې د ناټو اېتلاف د دفاع وزیران د اکتوبر پر ۲۲مه او ۲۳مه د نورو موضوعاتو ترڅنګ په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ پر ماموریت خبرې وکړي.

ستولتنبرګ وویل، ناټو د افغانستان اوږدمهاله امنیت ته ژمنه ده او تېره اوونۍ ناټو او ملګرو یې خپله ژمنه بیا نوې کړه چې تر ۲۰۲۴ز کال به د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.

ناټو له ۲۰۰۳ز کال راهیسې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد نړیوال اېتلاف مشري کړې او د ۲۰۱۵ز کال د جنورۍ له لومړۍ راهیسې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د ناټو شاوخوا ۱۲،۰۰۰ سرتېري په افغانستان کې دي چې افغان پوځ ته سلا مشورې ورکوي، سرتېري روزي یې او ملاتړ یې کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG