په داسې حال کې چې د بنو په جانيخيلو او اړونده سیمو کې د امنیت وضع یو ځل بیا خرابه شوې او پر عادي وګړو او امنیتي ځواکونو بریدونه دوام لري، د جانيخېلو قامي جرګې له حکومته د امنیت پر ځای کولو غوښتنه کړې ده. جانيخېل د بنو هغه ناارامه سیمه ده چیرته چې په تیرو ۱۰ ورځو کې پينځه ځايي اوسېدونکي په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي. نن د کرښې پر غاړه خپرونه کې د جرګې له مشرانو او چارواکو سره پر دغه موضوع بحث شوی چې کوربه يې شاهين بونېری دی.
د جانیخېلو قامي جرګې په سیمه کې د امنیت غوښتنه کړې
برخې
-
جولای ۲۶, ۲۰۲۲
شمالي وزیرستان کې بدامني، ریاستي پالیسي او د خلکو غوښتنې
-
جولای ۱۲, ۲۰۲۲
کارپوهان: زیان اړونکي بارانونه د ماحولياتي بدلون نتيجه ده
-
جولای ۰۵, ۲۰۲۲
تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات او سیمه کې امنیتي اندیښنې