د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لاهور ترهګرۍ ضد عدالت حافظ سعید ته ۳۱ کاله سزا اورولې


حافظ سعید د جماعت الدعوه ډلې مشر دی او دا ډله د پاکستان د حکومت لخوا تر بندیز لاندې ده: انځور له ارشیفه
حافظ سعید د جماعت الدعوه ډلې مشر دی او دا ډله د پاکستان د حکومت لخوا تر بندیز لاندې ده: انځور له ارشیفه

د لاهور ترهګرۍ ضد عدالت د اپریل پر اتمه حافظ سعید ته د غیرقانوني فنډونو په دوو دوسیو کې، په مجموعي توګه د ۳۱ کلونو سزا اورولې ده.

حافظ سعید د جماعت الدعوه ډلې مشر دی او دا ډله د پاکستان د حکومت لخوا تر بندیز لاندې ده. حافظ سعيد ته په يوه مقدمه کې ۱۵ او په بلې کې د ۱۶ کالو د بند سزا اورول شوې او پکې د ۳۴۰,۰۰۰ روپو جرمانه هم شامله ده.

د حافظ سعيد پرضد د پنجاب صوبې د ترهګرۍ ضد ادارې سي ټي دي مقدمې جوړې کړې وې. دا په داسې حال کې ده چې حافظ سعيد وار له مخې په بند کې دی او په بيلا بېلو مقدمو کې خپله سزا تېروي.

پر حافظ سعید او لشکر طیبه وسله والې ډلې په ۲۰۰۸ز کال کې په ممبۍ کې د ترهګر برید پلانولو تور دی چې پکې تر ۱۵۰ زیات کسان وژل شوي ول. حافظ سعید پر ځان له لګېدلو تورونو انکار کوي.

امریکا تر ممبۍ برید وروسته، د سعید د ګرفتارۍ او سزا لپاره د هغه په اړه د معلوماتو ورکولو پر سر د ۱۰ میلیونه ډالرو انعام ایښی وو.

د لاهور یوه عدالت، د ۲۰۲۰ کال د نومبر پر ۱۹مه، د جماعت الدعوه مشر حافظ محمد سعید ته د ترهګرۍ تمویل په تور د پېنځه نیمو کلونو د بند سزا اورولې وه. د ترهګرۍ ضد عدالت هغه مهال په خپله فیصله کې پر سعید د ۱۱۰،۰۰۰ روپیو جرمانه هم لګولې وه. پر دې سربېره په ۲۰۲۰ کال کې عدالت حافظ سعید ته د ترهګرۍ د مالي ملاتړ په تور په دوو نورو قضیو کې هم د پېنځه نیمو، پېنځه نیمو کلونو د بند سزا اورولې وه.

حافظ سعید د ۲۰۱۹ کال په جولای میاشت کې د پولیسو لخوا نیول شوی و.

د نوموړي وکیل عمران ګېل هغه مهال رویټرز اژانس ته ویلي وو، د سعید پر ضد عدالتي کارروایۍ د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې (فنانشل اېکشن ټاسک فورس یا اېف اې ټي اېف) د فشار په نتیجه کې کېږي. پاکستان له ۲۰۱۸ز کال راهیسې د اېف اې ټي اېف په خړ لېسټ کې دی.

د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې (فنانشل اېکشن ټاسک فورس یا اېف اې ټي اېف) په وروستي ځل د ۲۰۲۲ کال د مارچ په څلورمه نېټه، پرېکړه وکړه چې پاکستان به لا هم په خپل خړ لېسټ کې وساتي. یادې ادارې ویلی چې په راتلونکو څلورو میاشتو کې به د دې هېواد کارکردګۍ ته بيا کتنه کوي.

دې پاریس مېشته ادارې د مارچ پر څلورمه د خپلې پرلیکه ( ان لاین) غونډې په پای کې ویلي،چې پاکستان په ورکړل شوي لېسټ کې لا هم دوه نکاته نه دي پوره کړي نو ځکه یې پرېکړه کړېده چې دم ګړۍ ته دغه هېواد په خړ یا ګری لسټ کې وساتي. په بیان کې پر اسلام اباد غږ شوی چې د ترهګرۍ د تمویل مخنیوي په برخه کې دې "ژر تر ژره پرمختګ" وکړي.

د اېف اې ټي اېف ترمخه دا نیمګړتياوې له ترهګرۍ سره د مالي مرستو د مخنيوي په برخه کې دي چې دا ټولې برخې له ترهګرۍ سره د مرستو پورې اړه لري.

په ۲۰۱۸ م کال کې پاکستان په خړ لېسټ کې ځکه واچول شو چې دې هېواد په دغه ۴۰ سپارښتنو کې يوازې په ديارلسو عمل کولو او په پاتې ۲۷ د عملدرامد کولو لپاره پاکستان ته د يو کال وخت ورکړل شوی و.

د پاکستان حکومت په بیا بیا ویلي دي چې د ترهګرو ضد یې د عملیاتو په ګډون نور اقدامات هم کړي دي او د ترهګرۍ د تمویل مخنیوي لپاره یې په تېرو دوو کلونو کې قوانین هم جوړ کړي او عملي کړي دي.

XS
SM
MD
LG