د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایرانیو فعالانو د روانو مظاهرو پر ځپلو انتقاد کړی دی


د خوزستان په اهواز کې لسګونه کسان د ښار لارو او کوڅو ته ورووتل - د ۲۰۲۱ز کال د جولای ۲۱مې انځور.

یو شمېر مدني فعالانو او ټولنو د ایران د حکومت له لوري د روانو احتجاجي مظاهرو پر ځپلو انتقاد کړی دی.

مدني فعالانو، فرهنګپالو، ښوونکو او د متقاعدینو ټولنې په بېلابېلو خبرپاڼو کې ویلي، د خوزستان ولایت د "ځپل شویو او تر پوزې رسېدلیو" هېوادوالو ملاتړ کوي.

د مشال راډیو ایرانۍ څانګې (رادیو فردا) د جولای پر ۲۱مه په یوه رپورټ کې ویلي چې د هوا له تودېدو سره د ایران په ډېرو سیمو کې په دوامدار ډول د برېښنايي پارچاو له وجې احتجاجونه پيل شوي دي خو په خوزستان کې مظاهرې پراخې او پرله پسې دي.

احتجاج کوونکي د ایران په بېلا بېلو ښارونو کې د ایراني مشرتابه او نظام پر ضد د "مرګ پر امر (دېکتاتور)، او مرګ پر خامنه يي" په څېر نعرې وهي.

پر ټولنیزو شبکو په ویډیوګانو کې ښکاري چې امنیتي ځواکونه د احتجاج کوونکو پر ضد له تاوتریخوالي کار اخلي او پر هغوی ډزې کوي.

مشال راډیو پر ټولنیزو شبکو د خپرو شویو ویډیوګانو د کره والي تصدیق نه شي کولای.

د رپورټونو پر اساس لاریونونه د اهواز ، شادګان ، سوسنګرد ، مسجد سلیمان ، الهي ، بهبهان او دزفول په ښارونو کې شوي دي.

د خوزستان په ښارونو کې پر داسې مهال مظاهرې شوي چې د ولایتي څارنوالۍ دفتر د جولای ۲۱مې پر ماښام خبرداری ورکړ چې "د هر ډول ناامنۍ ، بې ثباتۍ او ګډوډۍ" پر ضد په "قاطعیت مقابله" کوي.

په خوزستان کې عربان ژوند کوي او وخت په وخت له توپیرپالنې شکایت کوي.

په ۲۰۱۹ز کال کې هم په خوزستان کې مظاهرې وشوې چې بیا د ایران نورو سیمو ته وغځېدې.

فرانس پرېس اژانس خبر ورکوي چې د ایران حکومت د اوبو د کمښت د ارزونې لپاره خوزستان ته د چارواکو یو پلاوی استولی دی.

د ایران دولتي ټېلېوېژن د جولای پر ۲۱مه د سپاه پاسداران د ټانکرونو یو اوږد کاروان وښود او و یې ویل چې خوزستان ته اوبه لېږدوي.

د ایران ولسمشرحسن روحاني د جولای په پيل کې ویلي ول چې ایران له یوې بې سارې وچکالۍ سره مخامخ دی. په هغه هېواد کې د تېر کال پرتله بارانونه ۵۲ فیصده کم شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG