د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران حکومت ښايي تر زرو زیات مظاهره چیان وژلي وي: هوک


ښاغلي هوک وویل، په ډېرو مواردو کې ایراني چارواکو تر هغه جسدونه د هغوی کورنیو ته نه دي سپارلي چې کورنیو ژمنه کړې په علني ډول به یې خاورو ته نه سپاري.
ښاغلي هوک وویل، په ډېرو مواردو کې ایراني چارواکو تر هغه جسدونه د هغوی کورنیو ته نه دي سپارلي چې کورنیو ژمنه کړې په علني ډول به یې خاورو ته نه سپاري.

د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی براین هوک وايي، په ایران کې د وروستیو مظاهرو په ترڅ کې ښايي امنیتي ځواکونو له زرو زیات کسان وژلي وي.

ښاغلي هوک دا څرګندونې په پنجشنبه (ډسمبر ۵مه) په واشنګټن کې وکړې او ویې ویل چې یوازې په ماهشهر ښار کې د مظاهرو له جریانه په ویډیويي تصویرونو کې ښکاري چې تر سلو زیات کسان په ډزو وژل کېږي.

دا ښار د ایران په جنوب غرب کې موقعیت لري.

ښاغلي هوک زیاته کړه: "له ایرانه د حقیقتونو رابرسېره کېدو سره، ښکاري چې د ایران رژیم ممکن د لاریونونو له پیله ددغه هېواد له زرو ډېر اتباع وژلي وي. په دې اړه پوره ډاډمن نه یو، ځکه ایران د معلوماتو مخه نیولې. په وژل شویو کې تر لسو ډېر ماشومان دي."

نوموړي وویل، واشنګټن د قربانیانو له کورنیو معلومات ترلاسه کړي چې هغوی د جسدونو ترلاسه کولو هڅه کړې او چارواکو له کورنیو غوښتي چې لومړی د کارول شویو مرمیو پیسې ورکړي.

ښاغلي هوک همداراز وویل، په ډېرو مواردو کې ایراني چارواکو تر هغه جسدونه د هغوی کورنیو ته نه دي سپارلي چې کورنیو ژمنه کړې په علني ډول به یې خاورو ته نه سپاري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ددغه لوړپوړي چارواکي په وینا، زرګونه ایران ټپیان شوي او لږ ترلږه ۷۰۰۰ نور نیول شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، د ایران د وروستیو اعتراضونو د ځپلو پر مهال د وژل شویو شمېر لږ تر لږه ۲۰۸ تنو ته رسېدلی دی. تهران تراوسه په رسمي ډول د مرګ ژوبله شمېره نه ده اعلان کړې.
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، د ایران د وروستیو اعتراضونو د ځپلو پر مهال د وژل شویو شمېر لږ تر لږه ۲۰۸ تنو ته رسېدلی دی. تهران تراوسه په رسمي ډول د مرګ ژوبله شمېره نه ده اعلان کړې.

په همدې حال کې ولسمشر ډونالد ټرمپ د مظاهره چیانو د ځپلو له کبله پر تهران انتقاد کړی او ویلي یې دي چې واشنګټن به د ایراني معترضانو ترڅنګ ولاړ وي.

ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې له ډیپلوماتانو سره په کتنه کې وویل: "د امریکا خلک به تل د ایران له خلکو سره د آزادۍ لپاره د دوی په مبارزه کې ترڅنګ ولاړ وي. له دوی سره ښه چلند نه کېږي. رژیم ټولې پیسې په وسلو او نورو شیانو لګوي، خو له خلکو سره مناسب سلوک نه کوي."

په ایران کې د خلکو مظاهرې نژدې درې اونۍ مخکې وروسته له هغه پیل شوې چې حکومت د تېلو پر ویش ځیره ولګوله او په بیو کې یې زیاتوالی اعلان کړ.

د بخښنې نړیوال سازمان په روانه اوونۍ کې وویل، ګومان کېږي چې لږترلږه ۲۰۸ تنه معترضان به د ایران د امنیتي ځواکونو د ځپونکو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي وي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG