امنیسټي انټرنیشنل وايي، په ایران کې د مظاهرو پر مهال له ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي.
د بخنښنې نړیوال تنظیم د نومبر پر ۱۹مه وویل، باوري رپورټونه لري چې ښايي په ایران کې لږ تر لږه ۱۰۶ مظاهره چیان وژل شوي دي.
دغه مظاهرې د تېلو نرخ لوړېدو خلاف د دې هېواد په ۲۱ ښارونو کې شوي دي.
امنیسټي انټرنیشنل په یو بیان کې وویل، د دوی په اند د وژل شویو شمېره له دې هم زیاتېدای شي ځکه چې ځینې رپوټونه د ۲۰۰ مظاهره چیانو د وژل کېدو خبره کوي.
بلخوا ایرانيو چارواکو ویلي چې په دې مظاهرو کې د ایران امنیتي ځواکونو په ګډون ۱۲ کسان شوي دي.
د چارواکو په وینا تر اوسه په دې مظاهرو کې له ۶۰۰ زیات کسان نیول شوي هم دي.
په ایران کې دا مظاهرې د نومبر پر ۱۵مه وروسته له هغې پیل شوې چې د امریکايي بندیزونو په ترڅ کې ایراني حکومت د خپلو خلکو لپاره د تیلو اخیستو حساب مقررولو او په دې برخه کې د حکومتي رعایت نه ورکولو اعلان وکړ.