د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران کې د سترې محکمې د پرېکړې په غبرګون لاریونونه شوي


د جولای پر ۱۶مه خلک واټونو ته ورووتل او د ایراني رژیم ضد یې شعارونه ورکړل.
د جولای پر ۱۶مه خلک واټونو ته ورووتل او د ایراني رژیم ضد یې شعارونه ورکړل.

د ایران په دوو لویو ښارونو کې د هغو درو کسانو په پلوۍ لاریونونه وشول چې د ۲۰۱۹ز کال په لاریونونو کې د ګډون په خاطر په اعدام محکوم شوي دي.

د ایران په دوو مهمو ښارونو شیراز او بهبهان کې د جولای پر ۱۶مه خلک واټونو ته راووتل او د دې هېواد د رژیم پرضد یې شعارونه ورکړل.

د ایران عدلیې د جولای پر ۱۴مه وویل، سترې محکمې درو تورنو ته د تېر کال په نومبر کې د تېلو بیو لوړېدو پر وړاندې د لاریونونو پرمهال د "جنایتونو" په خاطر د مرګ سزا برقراره ساتلې.

درېواړو فعالانو پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي.

فعالانو د جولای پر ۱۶مه د سترې محکمې دې پرېکړې پر ضد د لاریونونو غوښتنه وکړه.

په هغو ویډیوګانو کې چې پر ټولنیزو شبکو لاس په لاس کېږي، د جنوب ختیځ خوزستان ولایت په بهبهان او همداراز د جنوب ختیځ ولایت فارس په شیراز ښار کې مظاهرې ښکاري.

رویټرز اژانس د عیني شاهدانو له قوله وايي چې پولیسو په بهبهان کې د لاریونوالو د خپرولو لپاره اوښکې بهوونکی ګیس کارولی.

د پلازمېنې تهران په واټونو کې هم د ګڼو پولیسانو د درېدو خبرونه راغلي.

له بلې خوا د ملګروملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د ایران سترې محکمې هغه حکم په "کلکه غندلی" چې د حکومت پرضد د تېر کال په اعتراضونو کې درو ګډونوالو ته د مرګ سزا یې تایید کړې ده.

دې کارپوهانو د جولای پر ۱۶مه، په ګډ بیان کې ویلي: "موږ له هغو سلګونه زره ایرانیانو سره ولاړ یو، چې پر ټولنیزو شبکو یې د ۲۵ کلن امیرحسین مرادي، ۲۷ کلن سعید مجیدي او ۲۵ کلن محمد رجبي لپاره د اعدام حکم یې غندلی دی."

دوی د ایران د عدلیې پر مشر غږ کړی چې خپل حکم سمدستي باطل او د دې قضیې په اړه بېړنۍ، خپلواکه قضايي څېړنه وکړي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو کارپوهانو همداراز د دې تورنو د ادعاوو په اړه، چې وايي، هغه کسان ځورول شوي دي، هم د خپلواکو او بې پرې پلټنو غوښتنه کړې.

د ایران د سترې محکمې مشر قاضي ابراهیم رییسي
د ایران د سترې محکمې مشر قاضي ابراهیم رییسي

د ایران جزا (سزاګانو) له قانون سره سم، د سپریم کورټ (سترې محکمې) مشر قاضي صلاحیت لري چې د عدالت په حکم کې مداخله وکړي.

د ایران قاضي القضات ابراهیم رییسي کولای شي چې د درېواړو تورنو د مرګ سزا اورولو په قضیه کې هم سترې محکمې ته د یوه نوي حکم سپارښتنه وکړي.

مرادي، مجیدي او رجبي ته د اعدام حکم اصلا د ۲۰۲۰ز په فبرورۍ کې عدالت ورکړی وو خو دوی پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې په ځورونو او زور ترې اعترافونه اخیستل شوي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو هم په خپل بیان کې یادونه کړې ده چې د دې کسانو قضیه له پیله له تورونو او ورته په ټول بهیر کې د خپل حق د نه ورکولو له ادعاوو ډکه وه.

د دوی بیان زیاتوي چې د مرګ سزا په نړیوالو قوانینو کې یوازې د درنو او سختو جرمونو لپاره ځانګړې وي او دا حکم په هغه صورت کې چې د تورن محاکمه عادلانه نه وي یا یې نور حقونه تر پښو لاندې شوي وي، د تطبیق وړ نه دی.

په نومبر کې د تېلو بیو لوړېدو ضد خلکو مظاهرې وکړې
په نومبر کې د تېلو بیو لوړېدو ضد خلکو مظاهرې وکړې

د ۲۰۱۹ز کال په نومبر کې د تېلو بیو لوړېدو ضد زرګونه کسانو مظاهرې وکړې.

په ایران کې ناارامیو پېنځه ورځې دوام وکړ او په پای کې امنیتي ځواکونو لاریون کوونکي وځپل.

د ایران حکومت تر اوسه په احتجاجونو کې د خلکو د مرګ-ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ورکړي.

خو په جون کې د پارلېمان یوه مخکښ غړي وویل چې هغه مهال ۲۳۰ کسان وژل شوي او زرګونه ټپیان دي.

البته د بښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنیشنل ویلي دي چې امنیتي ځواکونو مظاهرو د ځپلو پر مهال تر ۳۰۰ زیات کسان وژلي ول.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG