د خبریالانو خوندیتوب ادارې ( سي پي جې) له ایرانيو چارواکو غوښتي چې د درو رسنیو پر مدیرانو دې د سپکاوي او ناسمو خبرونو د خپرولو لګول شوي تورونه لېرې کړي.
د ایران عدلیې خبري اژانس میزان ویلي چې د ایران رسنیو عدالت د فبرورۍ پر دویمه د نیمه دولتي خبري اژانس اېسنا، د بولټن نیوز خبري ووبپاڼې او د نفتيما په نوم خبري ووبپاڼې اډیټران په سپکاوي او د ناسمو خبرونو په خپرولو مجرم پېژندلي دي.
د خبریالانو خوندیتوب نړیوالې کمیټې (سي پي جې) د منځني ختیځ او شمالي افریقا د څانګې مشر شریف منصور بیا د فبرورۍ پر درېیمه په یوه بیان کې وویل، که د ایران حکومت د دې خبریالانو د تورنولو لپاره کره اسناد لري نو له هغوی باید په څرګنده توګه پوښتنې وکړي ځکه چې د بندو دروازو تر شا اورېدنې نامناسبه او جانبداره ګنل کېږي.
میزان ویبپاڼې او د ایران رسنیو عدالت د دې درېیو ایډیټرانو نومونه، پر هغوی لګېدلې تورونه او د سزا جزییات نه دي څرګند کړي او دا هم نه ده معلومه چې ایا دا کسان په بند کې دي او که څنګه.