د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین کې د هېلیکاپټر پرېوتو پېښه کې د کورنیو چارو وزیر په ګډون ۱۸ کسان وژل شوي دي


چارواکي وايي هېلیکاپټر د جنورۍ پر ۱۸مه له یوه وړکتون او رهایشي ودانۍ سره نېږدې پرېوت.
چارواکي وايي هېلیکاپټر د جنورۍ پر ۱۸مه له یوه وړکتون او رهایشي ودانۍ سره نېږدې پرېوت.

په اوکراین کې د یوه هېلیکاپټر پرېوتو په پېښه کې د کورنیو چارو وزیر په ګډون لږترلږه ۱۸ کسان وژل شوي دي.

د کییف والي اولېکسيې کولېبا ویلي دي چې هېلیکاپټر د جنورۍ پر ۱۸مه له پلازمېنې څخه شاوخوا ۲۰ کېلومیټره لیرې شمال ختیځ لوري ته د بروواري په وړوکي ښار کې له یوه وړکتون او رهایشي ودانۍ سره نېږدې لوېدلی دی.

په وژل شویو کې د کورنیو چارو وزیر دېنیس موناستېرسکي، د وزارت یوشمېر لوړپوړي چارواکي او دوه ماشومان شامل دي.

د اوکراین د ملي پولیسو مشر اېهور کلېمېنکو ویلي دي چې په پېښه کې د ۱۰ ماشومانو په ګډون تر ۲۵ زیات کسان ژوبل شوي هم دي.

تر اوسه د هېلیکاپټر لوېدو لامل معلوم نه دی.

دا پېښه پر داسې مهال شوې ده چې روسیو ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې پر بخموت سیمه خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی او کییف یو ځل بیا له خپلو غربي ملګرو هېوادونو غوښتي دي چې د جدیدو ټانکونو په ګډون دې ورته د درنو پرمختللیو وسلو ورکولو لپاره هلې ځلې زیاتې کړي.

په همدې حال کې د امريکايي پوځ يو وياند، چې نوم یې نه دی ښوول شوی، ويلي چې د امریکا د لوی درستیزانو کمېټۍ مشر جنرال مارک مېلي په پولیڼد کې په یوه پوځي مرکز کې داوکراين د پوځ مشر ولېري زلوژنيې سره لیدلي دي.

واشنګټن پوسټ او نورو رسنيو راپور ورکړی دی چې په هغه ملاقات کې چې د خوندیتوب په خاطر پټ ساتل شوی وو، د امریکا پینځه نور چارواکي هم شامل ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG