د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین د بهرنیو مشرانو د سفر پر مهال د روسیې تازه حملې غندلي


د اوکراین له پلازمېنې کییف سره نېږدې په یو ښار کې په برید کې ړنګه شوې وداني - پخوانی انځور.

اوکراین کییف ته د ملګرو ملتونو د مشر انتونیو ګوتېرېش او د بلغاریا د وزیراعظم کېریل پېتکوف د سفر پر مهال د روسیې هوایي بریدونه غندلي او هغه یې یو "وحشیانه عمل" بللی دی.

د کییف ښاروال پر پیغام استوونکي اپلیکېشن ټېلېګرام لیکلي چې د اپرېل پر ۲۸مه دوه حملې د شېوچېنکېوسکي پر سیمه شوي دي.

تر اوسه په هغو حملو کې د مرګ ژوبلې راپورونه نه شته. بلخوا د ملګرو ملتونو د مشر یو نېږدې سلاکار ویلي چې دوی محفوظه دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دېمېترو کولېبا پر ټوېټر لیکلي چې روسیې له هغه "وحشیانه عمل" سره یو ځل بیا اوکراین،اروپا او نړۍ ته خپل چلند په ډاګه کړ.

د اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي یو جګپوړي سلاکار میخایلو پودولیاک ویلي چې د روانې اوونۍ په پیل کې انتونیو ګوتېرېش مسکو ته هم تللی وو او هلته یې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدلي ول. پودولیاک زیاته کړه، تر دې یوه ورځ وړاندې هغه په کرېملېن کې د یو اوږد مېز څنډې ته ناست وو او "نن یې د سر د پاسه" توغندي ورول شول.

د ملګرو ملتونو مشر له کییفه بهر ځینو هغو سیمو ته هم ورغلی چې پکې د روانې میاشتې په پيل کې د ولسي وګړو داسې جسدونه وموندل شول چې پر ځینو د تشدد نښې هم وې.

انتونیو ګوتېرېش د جنایتونو نړیوال عدالت د پلټنو د هڅو مرسته هم کوي.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ چې پکې تر اوسه دواړو خواوو ته په زرګونو کسان وژل شوي او په لکونو اوکراینیان بې کوره شوي دي.

XS
SM
MD
LG