د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پر اوکراین د روسیې د ممکنه یرغل مخنیوي هڅه کوي


امریکا فکر کوي چې روسیه پر اوکراین د حملې پلان لري، خو مسکو دا تور رد کړی.
امریکا فکر کوي چې روسیه پر اوکراین د حملې پلان لري، خو مسکو دا تور رد کړی.

امریکا په دې لټه کې ده چې روسیه پر اوکراین له یرغل څخه وګرځوي.

د امريکا یو لوړپوړي چارواکي ویلي چې د روسيې دا ډول اقدام به د لویدیځو هېوادونو له خوا پر هغه هېواد د بندیزونو له سزا سره مخامخ شي او ناټو به اړه شي چې له اوکراين سره پوځي مرستې زیاتې کړي او روسیې ته نېږدې نور ځواکونه ځای پر ځای کړي.

دغه امريکايي چارواکي چې نوم يې نه دی ياد شوی د ډېسېمبر ۲۳مه د معلوماتو ورکولو پر وخت ويلي، " که روسيه له هغه څه سره پرمخ ځي چې ښايي اوس يې په لاره اچولي وي، نو موږ او زموږ اېتلافيان دې ته چمتو يو چې پر روسيې سخت بنديزونه ولګوو چې هغه به یې اقتصاد زيانمن کړي."

روسیې د اوکراین پولې ته نېږدې جګړې ته چمتو شاوخوا ۱۰۰،۰۰۰ سرتېري ځای پر ځای کړي دي.

امریکا دا اقدام د بريد لپاره احتمالي چمتووالی بللی خو روسیې ویلي، داسې کوم پلان نه لري.

د روسيې له خوا پوځي تاسيسات ښايي پر اوکراين د فشار راوړلو يوه هڅه وي او بله خوا غربي هېوادونه دې ته راضي کول وي چې په وروستيو کې د مسکو له خوا په ډاګه شوي پراخې امنيتي غوښتنې ومني چې د ناټو سازمان د پراختيا مخنيوی هم پکې شامل دی.

امریکايي چارواکي تازه څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې واشنګټن ویلي د ۲۰۲۲ز کال په جنورۍ کې د اوکراین په اړه د مسکو پر امنیتي وړاندیزونو له روسیو چارواکو سره خبرې کوي.

اخوا روسیې یو ځل بیا خبرداری ورکړې چې که غربي هېوادونو د اوکراین په اړه "غیردوستانه" اقدامات پیل کړل نو مسکو هم د پوځي ګامونو اخیستو ته چمتو دی.

د اروپايي او اورو-اسیایي چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې کیرن ډانفریډ د ډېسېمبر پر ۲۱مه خبریالانو ته ویلي ول چې د غونډې نېټې په اړه به له روسیې سره په شریکه پرېکړه کوي خو هغه باوري ده چې دا خبرې اترې به په جنورۍ کې وشي.

تر هغې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ډېسېمبر پر ۲۲مه وویل، د مسکو د امنیتي اندېښنو په اړه له واشنګټن او برسلز سره د تعمیري خبرو هیله لري چې پکې اوکراین ته د ناټو د غړیتوب ورکولو مخالفت هم شامل دی.

پوتین د دفاع وزارت چارواکو ته په وینا کې غربي هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې که اوکراین ته دې د توغندیو په ګډون د نورو وسلو له ورکولو ډډه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG