د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او روسیه په جنورۍ کې د اوکراین په اړه پر امنیتي وړاندیزونو غږېږي


یو اوکراینی سرتېری د هېواد د ختیځ دنېڅک سیمې د یو کلي په خندق کې ګرځي. دا ځای د روسي پلویو بېلتونپالو پر وړاندې د جګړې او دفاع لومړۍ کرښه ده - انځور له ارشیفه
یو اوکراینی سرتېری د هېواد د ختیځ دنېڅک سیمې د یو کلي په خندق کې ګرځي. دا ځای د روسي پلویو بېلتونپالو پر وړاندې د جګړې او دفاع لومړۍ کرښه ده - انځور له ارشیفه

ټاکل شوې چې امریکا او روسیه د ۲۰۲۲ز کال په جنورۍ کې د اوکراین په اړه د مسکو پر امنیتي وړاندیزونو خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې یو ځل بیا خبرداری ورکړې چې که غربي هېوادونو د اوکراین په اړه "غیردوستانه" اقدامات پیل کړل نو مسکو هم د پوځي ګامونو اخیستو ته چمتو دی.

د اروپايي او اورو-اسیایي چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې کیرن ډانفریډ د ډېسېمبر پر ۲۱مه خبریالانو ته وویل چې د غونډې نېټې په اړه به له روسیې سره په شریکه پرېکړه کوي خو هغه باوري ده چې دا خبرې اترې به په جنورۍ کې وشي.

نوموړې زیاته کړه چې ناټو د ډېسېمبر پر ۲۲مه پر دې موضوع یوه غونډه کوي چې روسیې ته د خپلو امنیتي وړاندیزونو په ډاګه کولو بلنه ورکړي.

تر دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ډېسېمبر پر ۲۲مه وویل، د مسکو د امنیتي اندېښنو په اړه له واشنګټن او برسلز سره د تعمیري خبرو هیله لري چې پکې اوکراین ته د ناټو د غړیتوب ورکولو مخالفت هم شامل دی.

پوتین د دفاع وزارت چارواکو ته په وینا کې غربي هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې که اوکراین ته دې د توغندیو په ګډون د نورو وسلو له ورکولو ډډه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG