د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په اوکراین کې د اضافي پوځي مرستو پر غوښتنه غور کوي


دا له هغه وروسته ده چې کريملين له اوکراين سره پر شريکه پوله ډېر زيات روسي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.
دا له هغه وروسته ده چې کريملين له اوکراين سره پر شريکه پوله ډېر زيات روسي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکېن ويلي چې امريکا د اوکراين لخوا دغه هېواد ته د روسيې د تېري د مخنيوي لپاره د اضافي پوځي مرستو پر غوښتنه غور کوي.

دا له هغه وروسته ده چې کريملن له اوکراين سره پر شريکه پوله ډېر زيات روسي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

اوکراين له امريکا څخه د هوايي دفاع نظام، د نښه ويشتونکو ټوپکونو ضد ټېکنالوجي او په احتمالي ډول د پېټرياټ توغنديو ځای پر ځای کولو غوښتنه کړې ده.

بلينکېن پرون د اوکراين په سرښار کيېف کې د دې هېواد د ولسمشر ولوديمير زېلېنسکي په ګډون له يو شمېر نورو لوړو پوو چارواکو سره ليدلي دي.

نوموړي د مې پر شپږمه د مشال راډيو مرکزي څانګې ته د مرکې پر مهال وويل چې د امريکا دفاع وزارت دې ته کتنه کوي چې د سامان په ګډون پر هغو زياتو مهمو مرستو سربېره چې دوی وار له مخه لا اوکراين ته ورکړې دي، دمګړی به څه ډول اضافي کومک له دې هېواد سره مرسته وکړای شي.

روسيې په ۲۰۱۴ز کال کې د اوکراين کرايميا سيمه له ځان سره ګډه کړه او د دې هېواد په دوو ختيځو صوبو کې يې د بېلتونپالو ملاتړ پيل کړ چې له کبله يې په راټوکېدلي جنګ کې تر ۱۳ زره زيات کسان وژل شوي دي.

له هغه وخت راهيسې امريکا له اوکراين سره د نيږدې پينځه اربه ډالرو اقتصادي، بشري او ټانک ضد او نورو وژونکو وسلو په ګډون پوځي مرستې کړې دي.

بلينکېن د بهرنيو چارو د وزير په حيث اوکراين ته په لومړي ځل له هغه وروسته سفر کوي چې روسيې له اوکراين سره پر شريکه پوله تر يو لک زيات سرتېري ځای پر ځای کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG