د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه د سرتېرو ایستلو تر پرېکړې وروسته ګډوډي حتمي وه: بایډن


بایډن په بیا بیا له افغانستانه د خپلو سرتېرو ایستلو د پرېکړې دفاع کړې - د ۲۰۲۱ز کال د اګست ۱۸مې انځور
بایډن په بیا بیا له افغانستانه د خپلو سرتېرو ایستلو د پرېکړې دفاع کړې - د ۲۰۲۱ز کال د اګست ۱۸مې انځور

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي په افغانستان کې هغه وخت ګډوډي حتمي شوې وه چې کله د ۲۰ کلونو تر جګړې وروسته امريکايانو له هغه هېواده د وتلو پرېکړه وکړه.

د طالبانو لاس ته د کابل تر لوېدو وروسته، بايډن د اګست پر ۱۸مه په خپله لومړۍ مرکه کې اې بي سي ټېلېوېژن ته وويل چې هغه په دې نه پوهېده چې له ګډوډۍ پرته څنګه امريکايي پوځیان له افغانستانه وتلای شول.

نوموړي دا خبره د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د وروستیو ګډوډیو په اړه وکړه. د اګست له ۱۵مې راهیسې چې کابل طالبانو نیولی، لوېديځ هېوادونه بیړه کوي چې خپل زرګونه سفارتکاران، ولسي وګړي او په شرايطو برابر افغانان له هغه هېواده وباسي.

بايډن ويلي چې طالبان له افغانستانه د امريکايانو او نورو اېتلافي هېوادونو د وګړو په ايستلو کې همکاري کوي خو د نوموړي په وينا، واشنګټن د هغو افغانانو په ايستلو کې له يوڅه زيات مشکل سره مخامخ دی چې له نړيوالو ماموريتونو سره يې مرسته کړې يا د طالبانو په واکمنۍ کې تر خطر لاندې ګڼل کېږي.

د ۲۰۲۱ز د اګست پر ۱۶مه ګڼو افغانانو د کابل هوايي ډګر ته مخه کړه چې له هېواده ووځي
د ۲۰۲۱ز د اګست پر ۱۶مه ګڼو افغانانو د کابل هوايي ډګر ته مخه کړه چې له هېواده ووځي

تر دې وړاندې د امريکا دفاع وزير لايډ اسټن ويلي ول چې د کابل پر نړيوال هوايي ډګر ۴،۵۰۰ امريکايي سرتېري موجود دي. د نوموړي په وينا، د دوی له طالبانو سره هېڅ ډول تاوتریخوالی نه دی شوی او دوی د طالبانو له قوماندانو سره په تماس کې دي.

کله چې طالبانو کابل ونیوه نو د افغانانو په ګډون د زرګونه بهرنیانو یو سېل پر کابل هوايي ډګر ورمات شو او ګډوډي او بدنظمي جوړه شوه.

د راپورونو ترمخه، د اګست پر ۱۶مه لږ تر لږه اووه کسان په هوايي ډګر کې ووژل شول.

پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې لسګونه افغانان د هوايي ډګر ځغاستلیکې (رنوې) ته ورغلي او په امریکايي پوځي الوتکو کې د سپرېدو هڅې کوي.

د اګست پر شپږمه د نیمروز ولایت مرکز زرنج د طالبانو لاس ته ولوېد. تر هغې وروسته، لسګونه ولایتونه د طالبانو تر کنټرول لاندې راغلل او هغوی بالاخره د اګست پر ۱۵مه د پلازمېنې کابل دروازو ته ورسېدل.

ولسمشر بایډن په دومره بیړه او چټکۍ د افغانستان د حالاتو بدلېدو په سر د ولس او ان د پخوانیو پوځیانو له انتقاد سره مخامخ شو خو نوموړي په هغه هېواد کې د خپل پوځي ماموریت د ختمولو د پرېکړې دفاع وکړه او ویې ویل چې واشنګټن په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړه او خپل اهداف یې ترلاسه کړل.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG