د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل له نړیوال هوايي ډګره ملکي الوتنې ځنډېدلې


امریکايي ځواکونه د کابل نړیوال ډګر له ځغل لیکې سره د امنیت ساتنې پر مهال، په زرګونه ترهېدلي وګړي بهر ته په تمه: ۲۰۲۱، ۱۷م اګست
امریکايي ځواکونه د کابل نړیوال ډګر له ځغل لیکې سره د امنیت ساتنې پر مهال، په زرګونه ترهېدلي وګړي بهر ته په تمه: ۲۰۲۱، ۱۷م اګست

د افغانستان هوايي چلند ادارې د اکست پر ۱۷مه (نن) پر خپله فېسبوک پاڼه کښلي چې د تخنیکي ستونزو او پاککارۍ له کبله یې "د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې ټولې ملکي الوتنې ځنډولې دي.

د ملکي هوايي چلند ادارې کارکوونکي اوس مهال د تحنیکي ستونزو لیرې کولو په پاککارۍ اخته دي.

وړاندې پنټاګون ويلي ول، د کابل هوایی ډګر د اګست پر ۱۷مه سهار وختي تر هغه وروسته پرانیستل شو چې يوه ورځ وړاندې پرې پروازونه د امنيت خرابېدو له امله ځنډول شوي ول.

د اګست پر ۱۶مه د کابل په هوایی ډګر کې هغه مهال ګډوډي ولګېده چې په زرګونه ترهېدلي افغانان له هېواده د وتلو لپاره هوايي ډګر ته ورغلل، خو امريکايي او نړيوالو ځواکونو په هوايي ميدان کې د خلکو له ګڼې کوڼې او د هغه نه وتو له کبله تر لنډې مودې الوتنې وځنډولې.

د راپورونو ترمخه لږ تر لږه اوه کسان په هوايي ډګر کې وژل شوي دي.

د اګست پر ۱۵مه طالبانو کابل ونيو او افغان حکومت د ولسمشر اشرف غني له هېواده له وتلو سره سم نسکور شو.

په واشنګټن کې دامريکا ولسمشر جو بایډن وویل، په زرګونو امریکایی وګړي او هغه افغانان چې له امریکایی ځواکونو سره یی کار کړی له افغانستانه وویستل شی.

د هوایی ډګر تر بیرته پرانستلو پس له هغو درېوو جرمنی الوتکو څخه چې افغانستان ته به ځي، یوه یې کابل ته رسېدلې ده.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ژمنه کړې چې فرانسه به هغه افغانان ترشا نه پرېږدی چې د دوی لپاره يې کار کړې وي.

په کابل کې د امریکا سفارت له خپلو وګړو غوښتي چې له دوی سره له همغږۍ پرته دې د حامد کرزي هوایي ډګر ته نه ځي.

سفارت خپلو وګړو ته دا خبرداری پر داسې مهال ورکوي چې پرون د کابل هوایي ډګر کې د ګڼې ګوڼې او ګډوډۍ له کبله لږ تر لږه ۷ تنه مړه شول.

سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی هڅه کوي چې امریکا ته د خپلو وګړو د ستنولو له بهیر سره مرسته وکړي.

پرون د کابل له هوایي ډګره د سلګونو هغو کسانو زړه بوږنونکې ویډیوګانې خپرې شوي چې غوښتل یې الوتکو ته پورته شي.

په ویډیوګانو کې لږ تر لږه دوه تنه ښکاري چې الوتکې پسې ځانونه نیسي او کله چې الوتکه له ځغاست لیکې پورته کېږي، دا کسان پر ځمکه را لوېږي.

بل لورته د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي، امریکایي ځواکونه په کابل هوایي ډګر کې له دېره ترکي ځواکونو سره کار کوي چې له هوایي ډګره خلک لېرې کړي، څو د ډپلوماتانو او نورو کسانو د ایستلو لپاره نړیوالې الوتنې بېرته پیل شي.

د بریتانیا د دفاع وزیر بین والیس د اګست پر ۱۶مه په ژړغوني غږ اعتراف وکړ چې بریتانیا به ونه شي کولای خپل افغان همکاران له کابله وباسي.

والیس چې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو یوه ورځ وروسته له ایل بي سي راډیو سره خبرې کولې، د رامنځته شوي وضعیت له امله پر ځان د فشارونو یوه کوچنۍ بېلګه په ډاګه کړه.

کابل کې د طالبانو ګزمه: ۲۰۲۱، ۱۷م اګست
کابل کې د طالبانو ګزمه: ۲۰۲۱، ۱۷م اګست

والیس چې کله غوښتل ووايي، بریتانیا به ونه شي کولای چې په نژدې څو ورځو کې ټول هغه مستحق افغانان چې د دې هېواد له ځواکونو یا له حکومت سره کار کړی، بریتانیا ته ستانه کړي، نو غږ یې ژړغونی شو.

هغه وویل، یو شمېر کسان به ژر ونه شي ایستلای او ډېره هڅه به وکړي چې د درېیم هېواد له لارې د دوی د ایستلو پروسه مخ ته یوسي.

والیس واک ته د طالبانو د بیا رسېدو سره په افغانستان کې د القاعده د بیا پیاوړي کېدو او د دې هېواد د بې ثباتۍ په اړه په ښکاره اندېښنه څرګنده کړې ده.

هند په کابل کې له خپل سفارت څخه کارکوونکي وایستل. د راپورونو له مخې اوس په افغانستان کې یوازې د درې هېوادونو، پاکستان، روسیې او چین سفارتونه فعال دي.

د هند د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اریمدام باګچي نن په ټویټر کې لیکلي دي، اوسنیو شرایطو ته په کتو پرېکړه وشوه چې په کابل کې زموږ سفیر او هلته نور هندي کارمندان دستي هند ته یووړل شي.

دا اعلان په داسې وخت کې شوی دی چې روانه اوونۍ د طالبانو له لوري د کابل له نیولو وروسته په زرګونو افغانانو سختې هڅې پیل کړي دي چې له کابله ووځي.

وروسته تر دې چې پرون د ګډوډیو له امله د کابل هوایي ډګر بند شو، د امریکا دفاع وزارت وویل چې بېرته الوتنې پيل شوي دي.

روسیې ویلي دي چې په کابل کې یې له خپل سفارته یو شمېر دپلوماتان ایستلي دي.

ټاکل شوې ده چې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف نن د طالبانو له استازیو سره د روسیي وګړو او د سفارت د کارکوونکو د خوندیتوب په اړه خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG