د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: سږ کال طبعي پېښو ۹۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


فایل فوټو
خوست کې سېلاو پر پټیو ورختلی دی. ۲۰۱۷ ز کال
فایل فوټو خوست کې سېلاو پر پټیو ورختلی دی. ۲۰۱۷ ز کال

په خوست کې د پېښو سمبالولو ریاست وايي، چې سږ کال په ۷ میاشتو کې سیلاونو، توپانونو او سختو ږلیو ۳۸ کسان وژلي او ۵۲ نور ټپیان شوي دي.

چارواکي زیاتوي، پدې موده کې د طبعي پېښو له کبله ۱۹۲۷ کورنۍ زیانمنې شوي، چې پکې ۶۱ کورونه بشپړ له منځه تللي دي.

دغه څرګندونې هغوی په سېشنبه په خوست کې د ناورینونو زیان کمولو نړیوالې ورځې په لمانځنه کې وکړې.

په خوست کې د پېښو سمبالولو ریاست رييس شریف الله مشال راډیو ته وویل، چې په یاد ولایت کې هم د څينو نورو ولایتونو په شان طبعي او غیر طبعي پيښې کیږي، چې له امله يې ځاني او مالي زیانونه منځته راځي.

نوموړی وايي:

''خوست هم د هغو ولایتونو څخه دی، چې د طبعي پېښو له کبله متضرریږي، طبعي او غیر طبعي پيښې په کې رامنځته کیږي، په روان لمریز کال کې جمله ۱۹۲۷ کورنۍ جمله زیانمنې شوي چې د ټول ولایت په سطحه دي، په ګربزو کې دا پيښې د توفان له امله وې، همدارنګه په اسماعیل خېلو او مندوزیو ، موسی خېلو، ځاځي میدان او مختلفو ولسوالیو کې رامنځته شوي دي، د دې پيښو له کبله ۳۸ تنه شهیدان شوي، ۵۲ تنه زخمیان شوي، ۶۱ کورنۍ بیخي وړل شوي دي او ۹۶ په قسمي ډول او ۱۲ پلچک تخریب شوي دي.''

د طبعي پېښو پر ضد ادارې مشر زیاته کړه، چې په دې کال کې د استطرار د کمیټي د غړو ریاستونو او یوشمېر موسساتو په ملګرتیا څلور زره نهه سوه زیانمنو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته شوې ده.

نوموړی وايي، د راتلونکو پېښو لپاره هم زیانمنو کورنیو سره د مرستو په خاطر د پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ریاست په ډیپوګانو او مرستندویه موسساتو کې یوه اندازه مواد موجود دي.

انجینر شریف الله زیاتوي، چې د راتلونکې ژمي لپاره هم ژمنۍ پلان د استطرار یا د بیړینو پيښو د کمیټې لخوا تصویب شوی او په نږدې ورځو کې به د څلور زره میټریک ټنو په اندازه غنم او نور مواد خوست ته راولیږدول شي.

بل لوري ته د پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ریاست، د طبعي پيښو په باب په مرکز او ولسوالیو کې خلکو ته د عامه پوهاوي ځینې پروګرامونه جوړ کړي او په راتلونکې کې يې هم په پام کې لري.

قومي مشر خالقداد ځدراڼ چې د طبعي پيښو په باب يې په یو ورکشاپ کې برخه اخیستې وايي، چې د دا ډول برنامو په پلي کیدو سره خلک پوهیږي، چې د ځاني زیانونو د پيښیدو لارې چارې څه دي.

د خاندان په نوم د څړبن د لیسې یو تن ښوونکی هم وايي، چې دوی د طبعي پيښو په اړه ټولګیو کې زده کوونکو ته د عامه پوهاوي او بیړنیو تدابیرو د نیولو د مهارتونو د زده کړو پروګرامونه نیولي دي.

د خوست د اقتصاد رييس انجینر حمیدشاه وايي، که څه هم خوست د زلزلو په کمربند کې نه دی، خو د موسمي ګلیو، سیلابونو او توفانونو ګواښ په کې جدي دی.

دی غوښتنه کوي، چې د دې برخې مسوولې ادارې باید د ناورینو په خاطر همیشه په ګدامونو کې د خوراک او پوښاک توکي ولري.

''دطبعي پيښو پر ضد ریاست باید همیشه پیش بین واوسي، دوی دې ناورینونو لباره ذخایر ولري، ځکه که خوست د زلزلې په کمربند کې ندی موجود، ولې د ګلیو او سیلابونو ډېر ناورینونه دلته موجود دي.''

د یادونې وړ ده، خوست تیز او شړکنده موسمي بارانونه، توفانونه او ګلۍ لري، چې له کبله يې نه یوازې کرنیز فصلونه زیانمنیږي، بلکې ځینې وختونه کلیو او کورنیو ته هم زیان اړوي او خلکو ته هم په کې مرګ ژزوبله رسېږي.

XS
SM
MD
LG