د لاسرسي ځای

تازه خبر

شاه امان الله خان د افغانانو د خپلواکۍ او ترقۍ سرلاری دی


د پنجشنبې په ورځ د خوست یو شمېر مدني فعالانو، قومي مخورو، دیني عالمانو او ځوانانو په یوه ناسته کې د افغانستان د خپلواکۍ لپاره د افغانستان د پخواني پاچا شاه امان الله خان سرښندنې او د افغانانو د ترقۍ او هوساینې لپاره د نوموړي ځوان پاچا مترقي پلانونه وستایل.

د پنجشنبې په ورځ د خوست یو شمېر مدني فعالانو، قومي مخورو، دیني عالمانو او ځوانانو په یوه ناسته کې د افغانستان د خپلواکۍ لپاره د افغانستان د پخواني پاچا شاه امان الله خان سرښندنې او د افغانانو د ترقۍ او هوساینې لپاره د نوموړي ځوان پاچا مترقي پلانونه وستایل.

دوی وویل امان الله خان هغه ملي او سیاسي شخصیت وو، چې په ډېر مناسب وخت کې د افغانانو د خپلواکۍ لپاره توری ته لاس کړ او تر ازادۍ وروسته يې په ډېره بیړه د دې وروسته پاتې هېواد د پرمختګ او خلکو د سوکالۍ لپاره مهم پلانونه طرحه کړل.

د شاه امان الله خان ژوند، سیاست، واکمني او مبارزه تر عنوان لاندې غونډه چې د ودان افغانستان د ګوند په نووښت جوړه شوې وه، ویناوالو یې په خپلو خبرو کې وویل چې د ټولنې ټول قشرونه که هغه دیني عالمان دي، که مشران، ځوانان او نور باید د پردیو د خوشالولو لپاره د خپلو ملي ویاړونو برم ټیټ نه کړي او نه هم باید د پردیو لپاره په خپلو ملي اتلانو پسې بد رد ووايي.

د ناستې ګډونوالو په دې تاسف څرګند کړ، چې د امان خان د شخصیت په باب که څه هم په بهر کې ډېر علمي محافل جوړ شوي، خو په داخل کې د ده د سلطنت له نسکوریدو وروسته بیا تر ننه د حکومت له لوري د امان الله خان د معرفی او د نوموړي د افکارو د ترویج لپاره علمي کوښښونه نه دي شوي.

د نظر خاند عزیزالله ځلاند وویل، امان الله خان په دې بریالی شو چې د یرغلګرو پر وړاندې ټول ملت متحد کړي او خپلواکي ترلاسه کړي، خو د نورو ټولنیزو اصلاحاتو لپاره ځکه بستر وجود نه لاره، چې په دې هېواد کې د ترقۍ او پرمختګ پر وړاندې کړۍ موجودې وې او نه يې پرېښودل چې دا خلک د سوکاله ژوندانه څښتنان شي، نو هغو ډلو ټپلو دی اړ کړ چې قدرت پریږدي او له خپل هېواد جلا وطن شي:

((روڼ اندي، عالمان او خلک يې راټول کړل د جهاد اعلان يې وکړ، خو بیا د نورو اصلاحاتو لپاره یا هغه ډیموکراټیک ریفورمونه چې ده غوښتل رايې ولي، ولې د مخالفتونو سره مخامخ شو، ځکه چې دلته د یو بدلون لپاره بنسټیزې خښتې وې، خو د بل بنیادي تحول لپاره نه وې.))

د شیخ زاید پوهنتون استاد پوهندوی محمدالله مندوزي په خپلو خبرو کې په دې خواشیني وښوده چې ډېر کله د افغانانو له دیني احساساتو د خپل هېواد پر وړاندې ګټه پورته شوې ده.

ده وویل اوس باید افغانان په دې پوۍ شوي وي، چې د بهرنیانو په استخباراتي فتواوو او ویناوو ونه غولیږي، بلکې دوی دې په یووالي د خپل هېواد د ابادۍ او د خلکو د هوساینې لپاره کار وکړي.

دیني عالم مولوي حنیف شاه حسیني غازي امان الله خان د تورې او قلم خاوند یاد کړ او ټېنګار يې وکړ چې د ټولنې روڼ اندی قشر باید د هر ډول مثبت سیاسي او ټولنیز تحول وړاندې د هغې لپاره ذهنیت جوړونه وکړي.

ده د انقلابونو په اړه هماغه مشهوره وینا وویله چې انقلابونه اسان خو ساتل يې ګران وي، نو افغانان دې د خپلو هڅو او پلانونو لپاره مخکې له مخکې د نورو فکرونه روښانه کړي.

لیکوال او ژورنالیست سخي سرور میاخېل هم په همدې خبرې ټینګار وکړ، چې تر دې وروسته باید پرېنښودل شي، چې یو ځل بیا افغانان د غلط فهمیو قرباني شي او یا پردي خلک د دوی له هېوادنیو او دیني احساساتو نه د خپلې خاورې او خپلو خلکو پر وړاندې استفاده وکړي.

ده وویل، د ټولنې ټول با نفوذه قشرونه باید په ګډه ولسونو او نویو نسلونو ته خپل ملي افتخارات او خپل ملي اتلان وروپيژني او د دوی پر وړاندې د شکونو روحیه له منځه یوسي.

په خوست کې د امان الله خان د ژوند، مبارزې او سیاست تر سرلیک لاندې داسې مهال غونډه جوړه شوې وه، چې په دې وروستیو کې په ټولنیزه میډیا کې د غازي امان الله خان د شخصیت په اړه د یو دیني عالم له ادرسه ځنې څرګندونې شوې وې، خو کتونکي بیا دا ډول څرګندونې د ځنو استخباراتي کړیو کار بولي او وايي چې یو شمېر بهرنۍ کړی او دوی پورې تړلي کسان غواړي په دې ډول کارونو سره د افغانانو په منځ کې پراخو اختلافونو ته لمن ووهي.

XS
SM
MD
LG