د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانان وايي د یخنۍ زیاتېدو یې ژوند لا ګران کړی دی


په هرات کې یو سړی او ماشوم بخارۍ ته ناست دي - پخوانی انځور.
په هرات کې یو سړی او ماشوم بخارۍ ته ناست دي - پخوانی انځور.

په افغانستان کې سخت ژمي د ډېریو ولایتونو اوسېدونکي له یولړ ستونزو سره مخامخ کړي دي.

یوشمېر افغانان وايي، له یوې خوا بشري مرستې پرې بندې شوي او له بلې خوا د کورونو د تودولو لپاره د امکاناتو نه شتون یې ژوند لا ګران کړی دی.

د کابل ښار اوسېدونکی معروف مشال راډیو ته وویل، یوازې د څو ساعتونو لپاره برېښنا لري، هغه هم داسې ساعتونو کې چې ورنه استفاده نه شي کولای. "چې د سون توکي نه ول نو خلکو به له برېښنا ګټه اخیسته، اوس برېښنا هم نه شته. دې چارې د خلکو ژوند له ستونزو سره مخامخ کړی دی."

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی بهار د جنورۍ پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، په ۲۴ ساعتونو کې "دوه یا درې ساعته برېښنا" لري چې ورڅخه سمه ګټه نه شي اخیستای.

دی وايي، کله چې هوا ډېره سړه وي نو "اوبو ته هم لاسرسی نه لرو، اړ یو چې د څښاک لپاره اوبه واخلو."

د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف ښار یو اوسېدونکي د نوم نه ښوولو په شرط وویل، د هوا په سړېدو برېښنايي پارچاو زیات شوی دی او خپلې خونې نه شي تودولای.

ده زیاته کړه چې "ټول حمامونه تړل شوي، اوبه یخ وهلې دي، برېښنا هم نه شته، خلک نه شي کولای د سون توکي واخلي، مرستې هم اړمنو کسانو ته نه رسېږي."

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو اوونیو کې په افغانستان کې ساړه خورا زیات شوي دي.

د سره صلیب نړیوالې ادارې په نومبر کې ویلي ول چې افغانان ښايي په سږني ژمي کې له لا زیاتو مشکلاتو سره مخامخ شي.

په کابل کې خلک د برښنا له پرچاوۍ هم سر ټکوي - انځور له ارشیفه
په کابل کې خلک د برښنا له پرچاوۍ هم سر ټکوي - انځور له ارشیفه

په ورته وخت کې د طالبانو تر کنترول لاندې د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي د جنورۍ پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، په ژمي کې د برېښنا استعمال زیاتېږي او سره له دې چې د ازبکستان وارداتي برېښنا پرې ده، دوی هڅه کوي چې نوره برېښنا تولید کړي. "موږ هڅه کوو چې له کورنیو سرچینو څخه په ګټې اخیستنې سره د برېښنا په برخه کې د شپې او ورځې له مخې د خلکو اړتیاوو ته رسېدنه وکړو. موږ د ورځې له خوا د برېښنا د وېش لپاره له حرارتي برېښنا څخه استفاده کوو."

د طالبانو حکومت د جنورۍ پر ۱۷مه ویلي ول چې په وروستیو کې په بادغیس، فاریاب، نیمروز او غزني کې ۱۶ کسان د یخنۍ له امله مړه شوي دي او په زرګونو څاروي هم تلف شوي دي.

XS
SM
MD
LG