د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي "بېوزلي افغانان په ژمي کې ۴.۴ بیلیونه ډالرو" ته ضرورت لري


په کابل کې يو نانوايي‌والا پر ښځو ډوډۍ ویشي. (د ۲۰۲۲ کال د فرورۍ د میاشتې انځور)
په کابل کې يو نانوايي‌والا پر ښځو ډوډۍ ویشي. (د ۲۰۲۲ کال د فرورۍ د میاشتې انځور)

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ويلي چې په افغانستان کې به خلک د ژمي په مهال څلور اعشاريه څلور بیليونه ډالرو ته ضرورت لري.‌

د دې ادارې د افغانستان څانګې، د سپتمبر په پينځمه پر ټويټر ليکلي چې په دغه هېواد کې ۲۴.۴ ميليونه افغانان مرستو ته اړتيا لري. دې ادارې په نړيوالو غږ کړی چې د بېوزلو افغانانو لاسنیوی وکړي.

اوچا زياته کړې چې دوی د یخنۍ د بد اغيز کمولو لپاره ځيني مرستې کړې دي خو د سرپناو او تودو جامو د تیارولو لپاره ۶۱۴ میلیونو ډالرو ته په بیړنۍ توګه اړتیا ده. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو امنيت شورا هم د افغانانو لپاره پر نړيوالو د مرستې غږ کړی وو.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پيل سره د خلکو اقتصادي ستونزې زیاتې شوې دي. طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه په زور کابل ونيو.

له هغه وروسته روزګار کم شوی، اقتصاد خراب شوی او نړیوالې مرستې هغومره نه کيږي لکه څومره چې پخوا جمهوري حکومت سره کېدې. د طالبانو حکومت په نړۍ کې هېچا په رسميت نه دی پيژندلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG