د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي، هغه مهال به واک پرېږدي چې افغانان د ده د ځایناستي په اړه پرېکړه وکړي.
غني د اګست پر ۱۲مه په ارګ کې د ځوانانو نړیوالې ورځې په مناسبت غونډې ته په وینا کې ټینګار وکړ چې د ده ځایناستی د افغانستان خلک ټاکي او دا حق به بل هېچا ته ورنه کړي.
ظاهراً د غني اشاره د پاکستان د وزیراعظم عمران خان وروستیو څرګندونو ته وه.
عمران خان د اګست پر ۱۱مه په اسلام اباد کې په یوه انلاین خبري غونډه کې وویل، درې یا څلور میاشتې پخوا چې د طالبانو پلاوی اسلام اباد ته ورغلی وو، هڅه یې وکړه چې له افغان حکومت سره یې خبرو ته وهڅوي خو هغوی انکار وکړ.
ده زیاته کړه چې د طالبانو "شرط دا دی چې تر هغو چې اشرف غني واکمن وي، موږ د افغانستان له حکومت سره خبرې نهکوو."
خو ولسمشر اشرف غني وويل، "ځیني وايي --په تېره بیا زموږ ګاونډیان -- چې که اشرف غني نه وي، هر څه سمېږي او سوله راځي. زما او د میلیونونو افغانانو پوښتنه دا ده چې زما ځایناستی به څوک وي او څنګه به ټاکل کېږي؟ د افغانستان خلک چې هره ورځ وغواړي زما ځایناستی وټاکي، په سر سترګو. خو موږ دا حق بل چا ته نه ورکوو چې د افغانستان ملي زعیم وټاکي."
تر دې مخکې، ولسمشر غني په ۲۰۲۰ز کال کې ویلي ول چې د انتخاباتو له لارې د واک لېږد د ده د حکومت لپاره یو داسې اصل دی چې ورباندې معامله نه کوي.
نوموړي دا هم ویلي ول چې تر ټاکلې نېټې مخکې انتخاباتو کولو ته حاضر دی.
دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۱۱مه د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر د افغانستان حکومت د سولې په خبرو کې د "وخت په ضایع کولو" تورن کړ.
له بلې خوا د افغانستان حکومت بیا طالبان د سولې په لاره کې په خنډ پېښولو تورنوي او وايي چې طالبان پر جګړې ټینګار کوي.
طالبانو د سږ کال په مې کې د ناټو او امریکايي پوځیانو د وتلو بهیر له پیل راهیسې، جګړو ته زور ورکړی دی. دې ډلې د اګست له شپږمې راهیسې، په یوه اوونۍ کې له ۱۰ څخه د زیاتو ولایتونو مرکزونه ونیول.
د جګړې په میدان کې د طالبانو له پرمختګونو سره پر پاکستان نیوکې زیاتې شوي.
ډېری افغانان او یو شمېر پاکستاني سیاستوال اسلاماباد طالبانو په ملاتړ تورنوي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر پاکستان بندیزونه ولګوي.
خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي او وايي، د افغانستان په شخړه کې د هېڅ لوري ملاتړ نه کوي او غواړي چې د خبرو له لارې مسله هواره شي.
د فېسبوک تبصرې