د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او پاکستان کې پر ټولنیزو شبکو د یوه بل په اړه کیمپېنونه


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د طالبانو د مشر ملا برادر په مشرۍ له یوه پلاوي سره په اسلام اباد کې د لیدو پر مهال. ۲۰۲۰. ۱۸م اګست

پر ټوېتر او فېسبوک ټولنیزو شبکو د اګست له نهمې نېټې راهیسې د افغانستان په ګډون د نړۍ په لر او بر کې په لسګونه زره افغانانو د یوه هیشټیګ (#sanctionpakistan) په پیلولو پر پاکستان د نړیوالو بندیزونو غوښتنه کړې ده.

د دوی په باور، د افغانستان په جګړه کې پاکستان د طالبانو اصلي ملاتړی هېواد دی. خو د دې په غبرګون کې په پاکستان کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هم یو هیشټیګ پیل کړی چې پاکستان د افغان سولې ملاتړی (#paksupportingAfghanpeace) دی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر چودري فواد حسېن د اګست پر ۱۰مه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، پاکستان د امن مرسته کوي او له شخړو نه هېڅ ګټه نه پورته کوي. نوموړي ویلي باید افغان حکومت په پاکستان کې د هغو ناامنیو د پېښو په اړه ځواب ورکړي چې له افغانستانه ترسره کېږي.

د افغان ولسمشر له لومړي مرستیال امرالله صالح څخه نیولې د کورنیو چارو وزارت سرپرست عبدالستار میرزکوال او دفاع وزارت د ویاند روح‌الله احمدزي پورې زرګونه کسانو پر پاکستان د بندیزونو غوښتنه کړې ده.

امرالله صالح پر خپل تویټرپاڼه کښلي. ''موږ پر ملګرو ملتونو او نورې نړیوالې ټولنې ږغ کوو چې کابل ته د طالبانو د ظلمونو، د غچ اخیستو، شوکو او جنسي تېري له ویرې په لوی شمېر کډه شویو خلکو ته په مرسته رسولو کې له موږ سره کار وکړي. د کابل واټونو کې دردوونکې منظرې دي.''

د هیشتیګ په روان لړۍ کې د کېنېډا یوه پخواني وزیر کریس الېکسېنډر په خپل یوه وروستي ټویټ کې کښلي چې ''پر پاکستان د بندیزونو پرته په افغانستان کې دایمي سوله نشي راتلای. د پاکستان 'همېشنۍ جګړه' باید پای ومومي.''

په#sanctionpakistan) ) او (#paksupportAfghanpeace) هیشټیګونو کې یوه خبره مشترکه ده چې د دې کاروونکي د افغانستان او پاکستان د پاليسي سازو، حکومتي او امنيتي چارواکو د هغو بیانونو حوالې ورکوي چې د هغو هېوادونو رسمي یا غیر رسمي دریځ دی.

د (sanctionpakistan#) هیشټیګ يوې کاروونکې مریم سلیمانخېل پر خپله ټويټر پاڼه د یو داسې لاریون ويډيو خپره کړې چې پکې ګډونوالو د پاکستان او طالبانو بیرغونه نيولي، جهادي او د هند پرضد شعارونه ورکوي. مریم سلیمانخېل پر ملګرو ملتونو غږ کوي چې ''نور کوم ثبوت غواړئ چې په اصل کې طالبان او پاکستان یو دي."

د جولای پر ۲۳مه، د بريتانيا له سکای نيوز ټېلېويژن سره په خبرو کې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمد الله محب دعوه کړې وه چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو شمېر ځکه ورځ تر بلې زیاتېږي چې له پاکستانه ورته روزل شویو جګړه مارو د برتۍ یا ګومارلو نه درېدونکی بهیر ورروان دی. د جولای پر ۱۲مه، د پاکستان په پارلېمان کې د یوه لوی مذهبي ګوند جمعیت علمای اسلام (ف) یوه غړي ويلي ول چې ''په افغانستان کې طالبان د پاکستان لپاره د حفاظتي دېوال رول لوبوي.''

''پر پاکستان د بندیزونو پرته په افغانستان کې دایمي سوله نشي راتلای. د پاکستان 'همېشنۍ جګړه' باید پای ومومي.'' 
کریس الېکسېنډر

افغانستان تور پورې کوي چې پاکستان د طالبانو په شمول د هغو وسلوالو ډلو مرسته کوي چې په افغانستان کې ناامني خپروي او پر حکومتي چارواکو، افغان ولس او امنیتي سرتېرو بریدونه کوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په وروستیو کې پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې په افغانستان کې هر ډول تاوتریخوالی غندي او د افغانانو ترمینځ د سولې د بهیر ملاتړ کوي.

خو پاکستاني چارواکو په بیا بیا ويلي دي چې پاکستان له افغان طالبانو سره یوازې ''اخلاقي'' مرسته کوي او هغوی په افغانستان کې جګړه خپله پر مخ وړي او اسلام اباد د طالبانو د پټنځایونو له شتونه انکاري دی. همدا راز د هیشټیګ (paksupportafghanpeace#) کاروونکي هم په زغرده پر ټويټر او فېسبوک په خپلو لیکنو کې د افغان طالبانو له ملاتړه انکار کوي او په پاکستان کې د طالبانو د پټنځایونو د نه شتون په اړه د پاکستاني چارواکو دريځ تکراروي

خو داسې مالومېږي چې نړيواله ټولنه د پاکستاني چارواکو د طالبانو د ملاتړ د نه کولو له دريځ سره متفق نه ښکاري.

د اګست پر ۱۰ مه، د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په واشنګټن کې د خبرې غونډې پر مهال د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، ''دا پټنځايونه د افغانستان د استحکام لپاره خطر'' دی.

''موږ له پاکستاني مشرانو سره د پاکستان او افغانستان ترمینځ پولې ته نېږدې د دغو پټنځایونو په اړه په خبرو بوخت يو، او موږ په دې باور يو چې دغه پټنځایونه په افغانستان کې د ناامنۍ د زیاتوالي او مخ پر زیاتیدونکي عدم استحکام سبب او سرچينې دي او موږ له پاکستاني مشرانو سره پر دې موضوع په پراعتماده رویه خبرې کوو.''

د (sanctionpakistan#) هیشټیګ کارونکو ګڼ شمیر کسانو خپلو پيغامونو سره په افغانستان کې د اوسنۍ جګړې د قرباني ماشومانو او ویجاړو کورونو انځورونه خپاره کړي، او ګڼو نورو د نړيوالو نه د بې ګناه افغانانو د ژغورنې او د روانې جګړې د درېدو غوښتنه کړې.

پر ټولنيزو شبکو (sanctionpakistan#) او (paksupportafghanpeace#) هیشټیګونه د دواړو هېوادونو د ولسونو او چارواکو ترمینځ توده لفظي جګړه ګرځېدلې خو د قطر په سرښار دوحه کې د افغانستان د موجوده حالاتو په تناظر کې چې د اګست پر ۱۰مه، د چين، روس، امریکا، ایران، افغانستان، پاکستان، هند، ملګرو ملتونو، د افغانستان لپاره د بهرنيو هيوادونو استازو او قطري چارواکو غوڼده شوې وه، د هغې په اړه په کابل کې د امریکا سفارت پر ټويټر (peaceforafghanistan#) هیشټیګ پیل کړی وو.

XS
SM
MD
LG