د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د طالبانو تاوتریخوالي پروړاندې د افغانستان امنیت ته د خپلې ژمنتیا ډاډ ورکړ


وسله وال طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۲مه غزني ښار ته ننوتل.
وسله وال طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۲مه غزني ښار ته ننوتل.

د امریکا د دفاع او د بهرنیو چارو وزیرانو افغان ولسمشر اشرف غني ته ډاډ ورکړی چې واشنګټن "د طالبانو د تاوتریخوالي پروړاندې د افغانستان امنیت او ثبات ته ژمن دی."

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر ۱۲مه امریکا په کابل کې د خپلې سفارتي عملې کمولو پرېکړه کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکېن او د دفاع وزیر لایډ اسټن د اګست پر ۱۲مه ناوخته تر هغې وروسته افغان ولسمشر اشرف غني ته په ټېلېفوني خبرو کې ډاډ ورکړ چې واشنګټن له سفارته د ملکي کارکوونکو د ایستلو اعلان وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نېډ پرایس په یوه بیان کې وویل چې بلېنکېن او اسټن ټینګار وکړ چې "امریکا له افغان حکومت سره کلکو ډېپلوماټیکو او امنیتي تعلقاتو ته ژمنه ده."

له ښي خوا: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن او د دفاع وزیر لایډ اسټن په جاپان کې د یوې غونډې پر مهال - انځور له ارشیفه
له ښي خوا: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن او د دفاع وزیر لایډ اسټن په جاپان کې د یوې غونډې پر مهال - انځور له ارشیفه

له سفارته د امریکایانو د ایستلو لپاره واشنګټن د کابل په هوايي ډګر کې د شاوخوا ۳،۰۰۰ اضافي سرتېرو د ځای پر ځای کولو پرېکړه کړې ده.

پرایس وویل چې پوځي سرتېري به د ډېپلوماټيکې عملې د شمېر په کمولو کې مرسته وکړي خو دا تاثر یې رد کړ چې ګواکې امریکا په افغانستان کې خپل سفارتي ماموریت پرېږدي.

ده زیاته کړه چې امریکا تمه لري چې په "راتلونکو اوونیو کې" به په سفارت کې یوازې "مهم کارکوونکي" پاتې شي او دا چې واشنګټن سفارت نه تړي.

امریکايي چارواکو دا څرګندونې پر داسې مهال کړي، د کندهار، هېلمند، هرات، بادغیس او غور ولایتونو مرکزونه د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یوشمېر ولایتي مرکزونه د افغان ځواکونو له مقاومته پرته نیولي دي.

XS
SM
MD
LG