د لاسرسي ځای

تازه خبر

سلوواکیا او هنګري: پر روسیو تېلو او ګیس بندیزونه د منلو نه دي


د هنګري حکومت وايي تر ډېره د روسیو پر تېلو تکیه لري - پخوانی انځور
د هنګري حکومت وايي تر ډېره د روسیو پر تېلو تکیه لري - پخوانی انځور

سلوواکیا او هنګري ویلي دي چې د روسیې د تېلو د درامد په ګډون د انرژۍ پر څانګه بندیزونه د منلو وړ نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې اشاره ورکړې چې پر اوکراین د مسکو د حملې د سزا په توګه یې د انرژۍ پر څانګه بندیزونه ولګوي.

خو سلوواکیا او هنګري وايي چې تر ډېره د روسیې پر تېلو تکیه دي او په سمدستي ډول متبادل نه لري.

د سلوواکیا د اقتصادي چارو وزیر رېچارد سولېک ویلي دي چې د هغه هېواد د تېلو یوازینۍ کارخانه سلوفنفت د کلونو مودې ته اړتیا لري چې د روسیې پر ځای له بل هېواده خام تېل واخلي.

هنګري هم تر ډېره د روسیې پر تېلو متکي هېواد دی. د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر پیتر سییارتو ویلي دي چې بوداپېست به د داسې بندیزونو په حق کې رایه ور نه کړي چې "له روسیې څخه هنګري ته د ګیس یا تېلو لېږد ناشونی کړي."

کېدای شي چې د اروپايي ټولنې د کمېشن په نویو وړاندیزونو کې په پړاوونو کې پر روسیو تېلو د بندیز هغه هم شامل وي.

ټاکل شوې چې د ۲۷ غړو هېوادونو ټولنه د مې پر څلورمه پر دې موضوع بحث پیل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG