د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین جګړه: له ماريپوله د ولسي وګړيو وتل درېدلي


د ماريپول يوه ۶۴ کلنه ښځه له ويجاړ شوي اپارتمان سره نېژدې ناسته ده. د ۲۰۲۲زکال د مې دويمې عکس
د ماريپول يوه ۶۴ کلنه ښځه له ويجاړ شوي اپارتمان سره نېژدې ناسته ده. د ۲۰۲۲زکال د مې دويمې عکس

د اوکراين له ويجاړ شوي جنوبي ښار ماريپول څخه د ولسي وګړو ايستلو لړۍ له هغه وروسته درېدلې چې روسیې بیا د ازوفستال اوسپنې پر کارخانه بریدونه پيل کړي دي.

سلګونه کسان چې په کارخانه کې ګېرپاتې دي، لومړۍ ډله يې تېره ورځ اووته.د شا و خوا ۱۰۰ اوکرايني ولسي وګړيو دغه ډله د مې پر دويمه له ماريوپول ښاره د جنوب ختيځ ښار زپريشيا پر لور روانه شوه.

د ماريوپول مرستيال ښاروال سرګي اورلوف بي بي سي ته وويل چې د نورو کسانو د ايستلو لپاره د اوکراين، روسيې او نړيوالو ادارو ترمنځ د لوړې کچې مذاکرات روان دي. که دا خبرې بريالۍ شوې نو دا وتل به د ماريو پول ولسي وګړو په حالت کې د ارامۍ راوستو په لړ کې يو کم ساری ښه پرمختګ وي.

تر دې له مخه د ازوف سمندر له محاصره شوي بندري ښار او نورو ځايونو څخه د خوندي دهليزونو پرانيستلو هڅې ناکامه شوې وې. کېدای شي زيات نه زيات يو لک خلک اوس هم په ماريو پول کې وي چې پکې شا وخوا ۲۰۰۰ هغه اوکرايني جنګيالي هم دي چې په ازوفستال کمپليکس کې دي.

دا ودانۍ د ښار هغه يوازينی ځای دی چې تر دې دمه روسانو نه دی نيولی. دلته موجودو کسانو سره اوبه، خوراک او دارو درمل په ختمېدو دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG