د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام کې هوايي برید ۳۳ ترکي سرتېري وژلي


یو ترکی ټانک د شام له پولې ورتېرېږي
یو ترکی ټانک د شام له پولې ورتېرېږي

ترکیه وايي ۳۳ سرتېري یې په شام کې د روس ملاتړ لرونکي حکومتي ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوي دي. په دې سره د ترکیي او د شام اېتلافي هیواد روس تر منځ تعلقات لا ترینګلې شوي دي.

له شام سره پوله لرونکې د ترکیي هتای صوبې ګورنر رحمي دوغان نن (د فبرورۍ پر ۲۸مه) وویل چې د شام په ادلیب صوبه کې تر بریدونو وروسته په هسپتال کې د ۳۲ زخمي شویو پوځیانو درملنه روانه ده.

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردغان ویاند فخرالدین التون وویل چې د بریدونو په غبرګون کې شامي حکومتي هدفونه د دوی تر بریدونو لاندې راغلي او د مځکې او هوا له لارې به ورباندې حملې جاري وي.

د شام حکومت لا په ادلیب کې د حملو په اړه څه نه دي ویلي. د روس ملاتړ لرونکي شامي حکومتي ځواکونه دغه صوبه له یاغیانو نه د اخیستو کوشش کوي.

د روانې میاشتې له پیل راهیسې په ادلیب کې څلور پنځوس ۵۴ پوځیان وژل شوي دي چې پکې دا وروستی شمېر هم شامل دې.

د روس د دفاع وزارت ویلي چې د شامي ځواکونو تر برید لاندې راغلي د ترکي ځواکونه له ((ترهه ګرو)) څخه وو.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG