د لاسرسي ځای

تازه خبر

اذربایجان په جګړه کې د وژلیو ۲۹ سرتېرو مړي ارمنیا ته سپارلي


د ناګورنو قره باغ له مرکز ستېپانېکېرت بهر د غره شا ته سیمه کې چاودنې شوي - د ۲۰۲۰ز د اکتوبر ۳۰مه.
د ناګورنو قره باغ له مرکز ستېپانېکېرت بهر د غره شا ته سیمه کې چاودنې شوي - د ۲۰۲۰ز د اکتوبر ۳۰مه.

اذربایجان د هغو ۲۹ سرتېرو مړي ارمنیا ته سپارلي دي چې د ناګورنو قره باغ پر سر په روانه جګړه کې وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له اذربایجانه د جلا شوې سیمې پر سر د لسیزو اوږده لانجه کې د تشدد پر مهال د وژل شویو شمېر زیات شوی دی.

د اکتوبر په ۲۹مه دواړو خواوو د دې مړو د سپارلو پخلی په داسې حال کې کړی چې ارمنیا او اذربايجان پر يو بل د امریکا په ملاتړ د کړي اوربند د ماتولو تورونه پورې کوي.

د ارمنيا او اذربايجان تر منځ د سېپټېمبر پر ۲۷مه د جګړې له پیلېدو راهیسې دا درېیم اوربند وو.

د ارمنیا د دفاع د وزارت ویاندې شوشان ستېپانيان ويلي چې د مړو سپارل د روسیې د ښه منځګړتوب، داروپا د امنیت او همکارۍ سازمان او سره صلیب په مرسته ممکن شول.

بلخوا نوموړې په ناګورنو قره باغ (چې ارمنیا یې ارڅخ بولي) کې د وژلیو اذربايجانيو سرتېرو د مړو د سپارلو په اړه د خپل هېواد د تیارۍ خبره تکرار کړه او زیاته یې کړه چې په ټوله سیمه کې د دواړو خواوو له جنګي ليکو څخه د وژليو سرتېرو مړو غونډولو تر څنګ په مستقبل کې د جنګي قيدیانو په اړه د معلوماتو تبادلې ته هم تيار دي.

د اذربايجان د ولسمشر الهام عليیېف ځانګړي سلاکار حکمت حاجيیېف بهرنيو خبریالانو ته ويلي چې هيواد یي د مړو د سپارلو دا کار د روسیې په مرسته کړی.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG