د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ارمنیا او اذربایجان مشران: د ناګورنو قره باغ لانجه له پوځي لارې هوارېدای شي


په ناګورنو قره باغ کې د سېپټېمبر له پای راهیسې جګړه روانه ده.
په ناګورنو قره باغ کې د سېپټېمبر له پای راهیسې جګړه روانه ده.

د ارمنیا او اذربایجان ترمنځ د ناګورنو قره‌باغ پر سیمه له نېږدې یوې میاشتې راهیسې د جګړې بل اور په تودېدو دی.

پر ډېپلوماتیکو هڅو سربېره د دواړو هېوادونو مشرانو ویلي دي چې دا لانجه له پوځي لارې هوارېدلی شي.

د ارمنیا وزیراعظم وایي، د اوس لپاره له اذربایجان سره د ناګورنو قره‌باغ د مسلې هېڅ ډېپلوماتیکه حللاره نه ‌ویني.

نېکول پاشېنیان خپل ولس ته په وینا کې چې د فېسبوک له لارې د اکتوبر پر ۲۱مه خپره شوه، زیاته کړه چې "موږ باید پوه شو چې د ناګورنو قره‌باغ مسله اوس او په اوږدمهال کې نشي کېدای چې له ډېپلوماتیکې لارې حل شي."

هغه زیاته کړه: "موږ باید تر هغه وخت پورې جګړه وکړو چې د منلو وړ یوه ډېپلوماتیکه حللاره پيدا شي."

پاشېنیان دا خبرې تر هغې وروسته وکړې چې د اذربایجان ولسمشر الهام علییېف په یوه بیان کې وویل چې دا مسله یوازې له پوځي لارې هوارېدای شي.

په تېره شاوخوا یوه میاشت کې چې د ناګورنو قره‌باغ پر سر د اذربایجان او ارمنیا جګړه پيل شوې ده، د سلګونه کسانو د وژلو رپورټونه خپاره شوي دي.

ناګورنو قره‌باغ د اذربایجان د خاورې برخه ده، خو د یرېوان ملاتړي ارمنیان له ۱۹۹۴ز کال راهیسې هلته واکمنان دي.

وروستیو څرګندونو ته په پام د دې ستونزې د حل لپاره د ډېپلوماتیکو فشارونو زیاتېدو ته اړتیا لیدل کېږي.

د ارمنیا ولسمشر ارمېن سېرکېسیان برسلز ته تللی دی چې د ناټو او اروپایي ټولنې له چارواکو سره د ناګورنو قره‌باغ د وروستیو بدلونونو په اړه سلامشورې وکړي.

بل لوري ته د ارمنیا او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیران روسیې ته تللي چې د مسکو په منځګړتوب د خبرو بل دور پیل کړي.

ټاکل شوې ده چې د اذربایجان او ارمنیا د بهرنیو چارو وزیران د اکتوبر پر ۲۳مه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو سره په واشنګټن کې وګوري.

د اذربایجان پوځ په وروستیو کلونو کې له ترکیې وسلې اخیستې دي او پیاوړی شوی دی.

د هغه هېواد په تازه جګړو کې یو شمېر سیمې هم نیولې دي.

خو د ناګورنو قره‌باغ چارواکي وایي د اذربایجان د بریدونو په مخنیوي توانېدلي دي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG