د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ناګورنو-قره باغ د جګړې ختمولو لپاره سفارتي هڅې


پر لانجمنه سیمه ناګورنو - قره باغ د ارمینیا او اذربایجان ترمنځ په نښته کې له توپ ګولې ویجاړه د اذربایجان یوه ودانۍ. ۲۰۲۰، ۲۷ اکتوبر
پر لانجمنه سیمه ناګورنو - قره باغ د ارمینیا او اذربایجان ترمنځ په نښته کې له توپ ګولې ویجاړه د اذربایجان یوه ودانۍ. ۲۰۲۰، ۲۷ اکتوبر

د اذربایجان او ارمینیا تر منځ د ناګورنو قره باغ پر سر د جګړې د ختمولو لپاره سفارتي هلې ځلې زیاتې شوي دي. دا تر هغه وروسته ده چې دواړه خواوې پر یو بل د امریکا په منځګرتوب د شوي اوربند ماتولو تور لګوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پر دواړو لوریو غږ کړی چې د جګړې سفارتي حللاره پیدا کړي. په عین حال کې د روس ولسمشر ولادمیر پوتین پرون ( د اکتوبر پر ۲۷مه) له خپل ترکي سیال رجب طیب اردغان سره په ټيليفوني خبرو کې د اذربایجان او ارمینیا له مشرتابه سره د خپلو رابطو خبره وکړه. د روس ولسمشر دفتر په بیان کې د خبرو په حواله وویل چې پوتین اردغان له هغو ګامونو خبر کړ چې ژر تر ژره اوربند ته د رسېدو او د بحران د ختمولو لپاره اخېستل کېږي.

د سپټمبر پر ۲۷مه د اذربایجان او ارمینیا تر منځ د ناګورنو - قره باغ پر سر د جګړې د پیل راهیسې دا دویم ځل وو چې دواړه مشران پر ټيليفون وغږېدل.

ناګورنو قره باغ له اذربایجانه جلا شوی سیمه ده چې اکثریت یې د نسلي ارمینیايي وګړو دی.

په داسې حال کې د شخړې د پراخېدو په اړه اندېښنې پیدا شوي دي چې ترکي د اذربایجان ملاتړ کوي او روس له ارمینیا سره پوځي معاهده لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG