د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان په پاکستان کې د شفافو انتخاباتو غوښتنه کړې ده


د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د وینا په مهال ـ پخوانی انځور.
د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د وینا په مهال ـ پخوانی انځور.

د جمعيت علمای اسلام (ف) ډلې مشر مولانا فضل الرحمان په پاکستان کې د شفافه او له درغليو څخه د پاکو انتخاباتو غوښتنه کړې ده.

نوموړي د اکتوبر پر ۱۴مه په پېښور کې د ګوند د بنسټګر مفتي محمود په نوم کنفرانس ته د وینا په مهال تور پورې کړ چې په ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې اېسټیبلېشمنټ غوښتل چې د هغه ګوند له پارلېمانه باهر وساتي خو د ده په وينا، په راتلونکو ټولټاکنو به يې داسې کولو ته پرې نه ږدي. هغه وویل"بې انصافي نه منو. په انصاف ولاړ انتخابات منو. په انصاف باندې حکومت منو. او دغسې نظام نه منو چې موږ ولید."

په پاکستان کې د اېسټیبلېشمنټ اصطلاح اکثر د هېواد امنیتي ادارو لپاره کارېږي چې په تېرو وختونو کې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي.

په هغه هېواد کې وروستۍ ټاکنې د ۲۰۱۸ز کال په جولای کې شوې وې چې په ۱۹۴۷ز کال کې د هند د نیمه وچې له وېش راهیسې ۱۱مې ټولټاکنې وې.

پاکستان تحریک انصاف ګوند په هغو انتخاباتو کې د هېواد پر کچ تر ټولو زیاتې رایې وګټلې او حکومت یې جوړ کړ چې بیا وروسته په ۲۰۲۲ز کال د اپوزیشن ګوندونو د عدم اعتماد تحریک په نتیجه د ګوند مشر عمران خان له وزیراعظمۍ لیری شو.

د جمعیت علمای اسلام (ف)، پاکستان مسلم لیګ (ن) او د پاکستان پیپلز ګوند په ګډون یوشمېر ګوندونو ادعا کوله چې په هغو ټاکنو کې درغلي او بې نظمي شوې وه، او تور یې پورې کړی وو چې اېسټیبلېشمنټ د تحریک انصاف په بریا کې رول لوبولی وو.

خو د تحریک انصاف په مشرۍ پخواني اېتلافي حکومت او د انتخاباتو کمېشن د هغوی تورونه رد کړي ول او انتخابات یې پاک او منصفانه بللي ول. له دې پرته، د پاکستان پوځ ویلي ول چې د انتخاباتو پر مهال یې یوازې د امنیتي چارو دنده ترسره کړې وه او په هغه عمل کې یې د لاسوهنې تور رد کړی وو.

په پاکستان کې دا مهال د انوار الحق کاکړ په مشرۍ لنډمهالې اداره حکومتي چارې مخې ته وړي.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د اګست پر نهمه د پخواني وزیراعظم شهباز شریف پر سپارښتنه قامي اسمبلي ړنګه کړه. تر هغې وروسته د قانون له مخې باید انتخاباتي کمېشن او لنډمهالي حکومت په درو میاشتو کې انتخابات کړي وای، خو انتخاباتي کمېشن د اګست پر ۱۷مه وویل چې د ۲۰۲۳ز کال د برېښنايي (ډېجېټل) سرشمېرنې پر اساس لومړی انتخاباتي حلقې جوړوي او وروسته به انتخابات کوي.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن ویلي د نویو حلقو جوړولو کار يې ګړندی کړی او د نومبر تر ۳۰مې پورې یې پای ته رسوي، چې تر هغې وروسته به تر شاوخوا دوو میاشتو پورې انتخاباتي کیمپېن روان وي او د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ به انتخابات وکړي.

خو پر دې سربېره ځینو سیاسي ګوندونو اندېښنه څرګنده کړې چې د انتخاباتو د ځنډولو هڅې روانې دي.

د اکتوبر پر دويمه، د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په کراچۍ کې يوې خبري غونډې ته وويل چې که انتخاباتي کمېشن پر خپل وخت انتخابات نه کوي نو پر ضد یې په سپريم کورټ کې درخواست دایروي.

تر هغې مخکې د جمعيت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د پنجاب په خوشاب کې يوې جلسې ته ویلي ول چې انتخاباتي کمېشن بايد "په غيرجانبدار ډول، په قانوني موده کې دننه شفاف انتخابات" وکړي.

هغه زیاته کړې وه چې که داسې نه کېږي نو د مظاهرو په کولو سره به فشار اچول پيل کړي.

خو لنډمهالي وزیراعظم انور الحق کاکړ د اکتوبر پر ۱۲مه په پېښور کې خبریالانو ته وویل چې بشپړ اطمینان لري چې په هغه هېواد کې به انتخابات د راتلونکي کال په جنورۍکې وشي.

XS
SM
MD
LG