د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حقونو یوه اداره وايي څه باندې ۱۴،۰۰۰ پاکستانیان بېلابېلو هېوادونو کې بندیان دي


رپورټ وايي چې څه باندې ۳،۰۰۰ پاکستانیان د سعودي عرب په زندانونو کې بندیان دي - پخوانی انځور.
رپورټ وايي چې څه باندې ۳،۰۰۰ پاکستانیان د سعودي عرب په زندانونو کې بندیان دي - پخوانی انځور.

د بنديانو د حقونو لپاره کار کوونکې ادارې جسټس پراجېکټ پاکستان په يو تازه رپورټ کې ويلي چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ۱۴،۲۸۶ پاکستانیان په بېلابېلو تورونو بندیان دي.

هغې ناحکومتي ادارې د ډېسېمبر پر ۱۸مه په رپورټ کې ویلي دي چې تر ټولو زیات پاکستانیان په متحده عربي اماراتو کې بندیان دي.

د ادارې په وینا، په اماراتو کې ۵،۲۹۲، په سعودي عرب کې ۳،۱۰۰ او د پاکستان نېږدې ملګري بلل کېدونکي چین کې ۲۳۹ پاکستاني وګړي زندانیان دي.

رپورټ وايي چې پاتې پاکستانیان په یونان، اېټالیا، برتانیا، عراق، لیبیا، عمان، ترکیې، بحرین او ځینو نورو هېوادونو کې قید دي.

جسټس پراجېکټ پاکستان خپل رپورټ د مهاجرو نړیوالې ورځې په مناسبت خپور کړی دی چې د ډېسېمبر پر ۱۸مه لمانځل کېږي.

ادارې ویلي دي چې ناامني او غربت د دې لامل شوي چې ډېری پاکستان د ښه ژوند په لټه بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي.

ملګري ملتونه هر کال هغه ورځ د مهاجرو لاس ته راوړنو او ټولنو ته د ګټو رسولو د ستاینې او په کوربه هېوادونو کې د مهاجرو ستونزو په ډاګه کولو ته ځانګړې کوي.

ملګرو ملتونو سږ کال د دې ورځې په مناسبت په پېغام کې پر حکومتونو غږ کړی چې مهاجرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې د بې اسناده بهرنيانو ایستلو ته دوام ورکړی دی او وايي چې دا کار یې د امنیت په ګټه دی.

د هغو بې اسناده بهرنیانو له جملې څخه یې زیاتره افغانان دي او د پاکستان حکومت وايي چې هلته ۱۷ لکه اسناد نه لرونکي افغانان مېشت دي چې د ستنولو بهیر ته یې دوام ورکوي.

د حکومتي ارقامو له مخې تر اوسه یې شاوخوا ۵۰۰،۰۰۰ بې اسناده افغانان هېواد ته لېږدولي دي.

ډېریو افغانانو مشال راډیو ته ویلي دي چې پر اسنادو لرلو سربېره یې پولیس ځوروي. خو د پاکستان حکومت وايي چې اړوندو ادارو ته یې امر کړی دی چې اسناد لرونکي وګړي دې نه ځوروي او په دې کې د ککړو چارواکو پرضد اقدامات کوي.

د جسټس پراجېکټ پاکستان په خبره، له ۲۰۱۰ز څخه تر ۲۰۲۳ز کال پورې ۱۷۱ پاکستانیان په سعودي عرب او ۱۲ نور په نورو هېوادونو کې په بېلابېلو تورونو اعدام یا پانسي شوي دي.

هغې ادارې په خپل رپورټ کې دعوه کوي چې اکثره پاکستاني بندیان وکیلانو ته لاسرسی نه لري او د پاکستان سفارتونه هم ورسره اړینې مرستې نه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لا د دې رپورټ په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې د پاکستان پخوانیو حکومتونو ویلي ول چې د خلیج له عربي هېوادونو څخه د بندیانو د خلاصولو هڅې کوي.

په دوبۍ کې یوشمېر زندانیان د ازادېدو په انتظار ناست دي، څنګ کې یې یو سرتېري ولاړ دی - پخوانی انځور.
په دوبۍ کې یوشمېر زندانیان د ازادېدو په انتظار ناست دي، څنګ کې یې یو سرتېري ولاړ دی - پخوانی انځور.

سټس پراجېکټ پاکستان تازه رپورټ پر داسې مهال خپور کړی دی چې د پاکستان بهر مېشتو وګړو چارو وزارت د ۲۰۲۳ز کال د سېپټېمبر پر ۲۷مه د سېنېټ اړوندې کمېټۍ ته په وړاندې کړي رپورټ کې ویلي ول چې د سعودي عرب او عراق سفیرانو ورته شکایت کړی چې د هغو هېوادونو "زندانونه له پاکستانیانو ډک" دي.

وزارت ویلي ول چې د منځني ختيځ په بېلابېلو هېوادونو کې زیاتره نيول شوي سوالګر (ګداګر) او جېب وهونکي پاکستانيان دي.

وزارت په خپل رپورټ کې ویلي ول چې په سعودي عرب کې پر نيول شويو پاکستانيانو تور پورې شوی چې دوی په "حرم شريف کې له خلکو جېبونه وهل او د حج پر وخت به یې سوال" غوښته.

په سېنيټ کې د بهر مېشتو پاکستانيانو د چارو کمېټۍ ویلي چې د حکومت ورکړي معلومات ښيي چې اکثريت وګړي د عمرو له ویزې غلطه ګټه پورته کوي.

د بهر مېشتو پاکستانیانو د چارو وزارت سېکرټر ذوالفقار حیدر سېنېټ ته ویلي ول چې د دې له کبله پر پاکستانیانو باور کم شوی دی او دا ډول کارونه د هېواد د بدنامۍ لامل کېږي.

د سېنېټ پر ووبپاڼه راغلي چې د بهر مېشتو پاکستانیانو د کمېټۍ مشر منظور احمد کاکړ پر اړوندو چارواکو غږ وکړ چې دا مسلې هوارې کړي او بهرنیو هېوادونو ته دې د مسلکي کسانو استولو لپاره مېکانېزم جوړ کړي.

هغه مهال حکومتي چارواکو ژمنه کړې وه چې هڅه کوي د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته په ورتلونکو پاکستانیانو کې د مسلکي کسانو شمېر زیات کړي چې هلته روزګار وکړي.

XS
SM
MD
LG